لیکوال محمداکبر حقمل
خواشيني د ژوند هغه حالت دی، چې انسان له هر اړخیز پرمختګ او بریالیتوب څخه لرې ساتي او شتون یې د انسان پرمختګ ته د نه پرېښودو تر څنګ کولای شي ډول ډول ناروغۍ او ستونزې وزېږوي. خواشيني مو د ځوانۍ دښمنه ده. خواشيني انسان بوډا کوي، تل یې ذهن په بې ځایه فکرونو بوختوي او عمر یې په ډېره بې ارزښتۍ سره پای ته رسوي. خواشيني بېلا بېل لاملونه درلودلای شي، بریالي کسان تل د خواشینۍ لامل لټوي او له موندلو وروسته یې د حل لارو په لټه کې وي یعنې هېڅ کومه خواشيني نه پرېږدي تر څو زور واخلي او تر اثر لاندې یې راشي. د دوی د بریالیتوب یو راز دا دی، چې دوی هر څه ته حل لاره لټوي، بې ځایه او بې ارزښته فکرونه نه کوي او ژر تر ژره لاس په کار کېږي تر څو ستونزې یې حل کړي او د خواشينیو مخه ونیسي. هغه کسان کوم، چې یواځې په ستونزو او خواشینیو فکر کوي، نو دوی تل تر فشارونو لاندې ژوند کوي هېڅکله خپلواک نه وي او د خواشینیو او ستونزو تر تاثیر لاندې وي. د دوی د خواشینیو تر ټولو ستر لاملونه دوه دي لومړی دا، چې دوی یواځې په ستونزو فکر کوي او ستونزې یې نه حل کوي. دوهم د ستونزو حل کولو باور یې له لاسه ورکړی وي. کله، چې د حل کولو باور ولري او د باور له شتون سره د ستونزو حل کولو او له خواشینیو ځان خلاصولو په موخه ريښتينې هڅه وکړي، نو ډېر ژر به ترې خلاص شي. باور درلودل او هڅه کول مو هرې غوښتنې ته رسوي ځکه باور لرل ناشوني کارونه درته شوني کوي او له هڅې خو خبر یاست، چې هر څه ته د رسېدلو لپاره یواځې او یواځې هڅه اړینه ده او همدا هڅه ده، چې بریالي کسان یې خپلو موخو او بریاوو ته رسولي دي. محمداکبر حقمل M Akbar Haqmal
گرانہ ورور حقمل صاحب دیرہ دیرہ مننہ
پہ حقیقت چی دیر شہ دپند موضوع دی خپرہ کریدہ