تاند- د قزاقستان پارلمان یو وار بیا هڅه پیل کړې چې د هیواد د پلازمېنې استانې نوم د هیواد د واکمن ولسمشر په نوم «نظربایف» واړوي.
د منځنۍ اسیا د قرغیزستان خبري اژانس (کانیوز) نن په یوه راپور کې وویل، د قزاقستان د پارلمان یوه غړي کانوش سلطانوف وړاندیز کړی چې د هیواد د خپلواکۍ د تلپاتي توب لپاره دې پلازمېنه د ولسمشر په نوم شي.
ده وویل چې نظربایف د هیواد په رامنځته کولو او ودانولو کې مهم رول لوبولی نو د دې وړ دی چې د قزاقستان د خپلواکۍ په پنځه ویشتمه کالیزه کې پلازمېنه د لومړني ولسمشر په نوم ونومول شي.
تر دې پخوا په ۲۰۱۳ م کال هم هڅه وشوه چې د استانې نوم په نظربایف بدل شي.
دا ښار په ۱۸۳۰ م کال اکملا نومېده. په ۱۹۹۸ م کال له الماتي څخه پلازمېنه ورته انتقال شوه او نوم یې استانه شو.
د منځنۍ اسیا په نورو هیوادونو کې هم د واکمنانو ورته وضعیت دی.
د ترکمنستان پخواني ولسمشر صفر مراد نیازوف حتي د میاشتو نومونه ځان او د کورنۍ د غړیو نومونو ته اړولې وې.