په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يا يوناما وايي چې د افغانستان لپاره امن برابرول هغه اساسي مسئله ده چې افغان حکومت يې بايد د ٢٠١٤م کال د انتخاباتو لپاره په پام کې ونيسي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ين کوبيش د انتخاباتو خپلواک کميسيون له مشر يوسف نورستاني سره په کتنه کې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو د تياريو په اړه خبرې وکړې.
ټاکل شوې دغه انتخابات د راروانې وري يا حمل مياشتې پر ١٦مه وشي. ولسمشر کرزي په جولاى مياشت کې د انتخاباتو د قانون ملاتړ وکړ. د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مشر او غړي د روانې ميلادي مياشتې په لومړيو کې وټاکل شول.
ين کوبيش وويل چې وروستي پرمختګونه د ستاينې وړ دي او د طالبانو د نظام تر پرځېدو لس کاله وروسته د افغان حکومت له خوا د دې سياسي پروسې لپاره ډېر کارونه روان دي.
يوناما په يوه بيان کې ويلي چې د راروانو انتخاباتو امن يوه اساسي مسئله ده.