پرون سه شنبې چې د لیندۍ میاشتې ۲ سره سمون خوري په ننګرهار ولایت کې د ځوانو ژورنالیستانو ټولې ۱۲۰ تنه زده کوونکي وروسته له پنځو میاشتو نظري او عملي زده کړو نه فارغ کړل.
یاده فارغت غونډه د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې د زیاتو ژورنالیستانو، لیکوالو او مدني فعالانو په ګډون د ننګرهار قدرمن والي ګلاب منګل هم تشریف درلود.
لومړی، د ختیځو ولایتونو د ملی اتحادې مشر تکړه ژورنالیست او استاد شیرشاه همدرد ټولو ګډونوالو او والي صاحب ته ښه راغلاست وویل، چې ورسته یې د یادې غونډې په هکله داسي معلومات ورکړل؛؛ دا څلورمه فارغت غونډه، چې ۱۰ تنه یې نجونې او ۱۱۰ یې هلکان دي، چې د پینځو میاشتو په دوران کې مو د ژورنالیزم په برخه کي ورته عملي او نظري زده کړې ورکړې، چې عملي زده کړو لپاره مو راډیو او تلویزونو بوتلل؛؛ همدارنګه شیرشاه همدرد وویل، چې د دوي لپاره د ژورنالیزم په ډکر کې لومړنی قدم دی باید نورې هلې ځلې هم وکړي.
لدې ورسته د ننګرهار قدرمن والي ته د درناوي په خاطر پټکی(لونګۍ) ورپه سر شوه، چې بیا والی د غونډې برخوالو ته خبرې وکړې لومړی، یې ټولو فارغ شویو ځوانو ژورنالیستانو ته مبارکي وویله او ددې ترڅنګ یې داسي یادونه وکړه؛؛ زه ستاسې سره همکار یم تاسې باید زما سره، په هره برخه کې باید د هرې ممکنې وسیلې څخه ټولنې په ګټه غږ پورته کړئ؛؛ والی دا هم وویل، چې موږ او تاسې باید هیچاته اجازه ورنکړو چې زموږ ملي او اسلامي چارو ته ننګونه وکړي.
همداسي، په وار وار سره نورو مدنی فعالانو د مبارکي ترڅنګ خوښي وښودله، چي نه یواځي به د ژورنالیزم په ډګر کې بلکې د مدني فعالیتونو په ډګر کې هم برخه واخلئ او موږ تاسي سره به سره ټول یو ځاي کار کوو، ترڅو خپله ټولنه لدې بدبختو وژغورو. او یادونه وکړه چي باید په یاده برخه کې نورې زده کړي هم وکړئ.
د ځینو رسنۍ مسولینو هم خبرې وکړې وویل ،چي په هرو حالتو کې موږ اماده یو، چې د فارغ شویو زده کوونکو لپاره د خپلو رسنویو دروازې خلاصې کړو او دوي باید هلته عملي زده کړې وکړي، ترڅو په خپل مسلک کې نور هم کار وکړی او ددي ټولنې د لا ښه د خدمت سبب شي.
له خبرو وروسته هغه پنځه تنه چې غوره زده کونکي ټاکل شوي وو د تصدیق پاڼو لپاره راوبلل شول ، چې د ننګرهار قدرمن والي ورته په خپل لاس تصدیق پاڼې ورکړي او هم یې ورته مبارکي وویله.
خو هیره د نه وي چي دا به اخیري ځل زده کړې نه وي، په پاي کې استاد شیرشاه همدرد وویل، چي زموږ نوې دوره هم شروع شوي ده او په مکمل ډول وړیا زده کونکي مني چي هغه به هم ۵ میاشتی زده کړي وکړي.
قدیرالله شیرزوی