د ماین ضد نړیواله اداره وايي، افغانستان لا هم په نړۍ کې د ماینونو د چاودنو په اثر د مرګ ژوبلو د شمېر له پلوه د نړۍ په هیوادونو کې لومړی ځای لري.

د دې ادارې د تازه راپور له مخې، په ۲۰۱۵ م کال په افغانستان کې د ماینونو په چاودنو کې ۵۳۲ تنه وژل شوي او ۷۷۸ نور ژوبل شوي دي.


د پګواش نړیوالې موسسه وايي چې وسله والو طالبانو په اسلام اباد کې د دې موسسې له لوري په بلل شوې غونډه کې ګډون ونه کړ.

په دې غونډه کې، چې برون /سې شنبه/ په اسلام اباد کې جوړه شوه، په دې غونډه کې له کابله د مدني ټولنو څو غړیو برخه اخیستې وه.


ولسمشر غني نن وویل، په افغانستان کې د ښځو پر ضد تاوتریخوالی ملي او جدي ستونزه ده چې باید د مخنیوي لپاره یې لس برابره زیاتې هڅې وشي.

ولسمشر غني چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په ارګ کې یوې غونډې ته وویل، هغه وخت راغلی چې په افغانستان کې جنسیتي بې‌عدالتي پای ته ورسېږي.


له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت وايي، ممکن په مخدرو موادو د روږدو افغانانو شمېر ۵ ملیونو ته ورسېږي.

د دغه وزارت مرستیال نن په یوه غونډه کې وویل، که جدي مبارزه ونه شي او خلک د مخدرو موادو پر زیانونو ونه پوهول شي چې په مخدرو موادو د روږدو افغانانو شمېر به ۵ ملیون تنو ته ورسېږي.


ازادي راډیو: د میدان وردګو د ولایتي شورا یو شمېر غړي له مرکزي حکومت نه غواړي چې د یاد ولایت په بهسودو او جلرېز ولسوالیو کې د هغو خپل سرو وسله‌والو مخه ونیسي چې خلکو ته‌یې ګڼې ستونزې راپیدا کړي دي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا مرستیال شریف‌الله هوتک وایي، دغه وسله‌وال چې شمېر یې له دونیم سوه تر درې سوه پورې رسېږي، د بهسودو او جلرېز ولسوالیو په ځينو برخو کې فعالیت لري.

هوتک د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه وسله‌وال د ولسي پاڅون کوونکو په نوم فعالیت کوي، خو په حقیقت کې دا خپل سري ملېشې دي چې دولت ته هېڅ ژمنتیا نه‌لري.


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمیشنري وايي، د پاکستان له حکومت سره هوکړې ته رسیدلې څو د ژمي په موسم کې له هغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.

په تېرو ۱۱ میاشتو کې تر ۶ لکه زیات افغانان له پاکستانه افغانستان ته بېرته راغلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *