تاند- د ماین ضد نړیواله اداره وايي، افغانستان لا هم په نړۍ کې د ماینونو د چاودنو په اثر د مرګ ژوبلو د شمېر له پلوه د نړۍ په هیوادونو کې لومړی ځای لري.
د دې ادارې د تازه راپور له مخې، په ۲۰۱۵ م کال په افغانستان کې د ماینونو په چاودنو کې ۵۳۲ تنه وژل شوي او ۷۷۸ نور ژوبل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، تېر کال په نړۍ کې ۶۴۶۱ تنه د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي چې په سلو کې ۲۰ یې افغانان دي.
د دغو کسانو په منځ کې ۳۴ سلنه ماشومان تشکیلوي.
د ماین پاکۍ افغان موسسې وايي چې تېر کال یې پنځه دېرش نیم کیلومتر مربع ساحه له ماینونو پاکه کړې ده خو له بلې خوا وسله والو طالبانو په ګڼو نورو سیمو کې ماینونه ایښي دي.
د طالبانو له لوري اکثره ماینونه پر لویو لارو او استوګنو سیمو په شاوخوا کې اېښودل شوي دي.