نجم الله جلالزی

پـــېـــژنـــــــــــدنـــــــه:

مثنوي د لغت له پلوه هغهبيت ته وايي ،چې دواړه مسرې يې دګډې قافيې درلودونکې وي، يعنې مثنوي هغه مصرع بيت دی، چې دواړه نيم بيتي يې په وزن اوقافيه کې سره برابردوه ــ دوه دورونه ولري، خوپه دې شرط چې دمربوط نظم مخکني اووروستني بيتونه په هروخت په وزن کې سره يواوپه قافيه کې سره بېل وي. يعنې هربيت به مصرع وي اوهره مسره به يې مستقله قافيه لري اوپه وزن کې به سره يوشی وي.

ښاغلی محمد اسماعيل (( يون )) پخپل اثر ((د پښتوشعر هندسي جوړښت )) کې مثنوي ( دوه ييزه ) داسې راپېژني.
دوه ييزه (مثنوي )هغه ډول شعري فورم دی، چې هر بيت يې پخپلمنځ کې ګډه قافيه لري ( مقفي )، د بيتونوشمېر يې ثابت نه دی. په ټولو قافيه والو شعري چوکاټونوکې مثنوي ترټولو خلاص او لوى شعري فورم دى. شاعر کولاى شي په دې شعري فورم کې خپل مقصد تر وروستي بريده بيان کړي، ځکه نو اکثره شاعران دلويو موضوعګانو د بيان په غرض دا فورم انتخابوي .لکه ابوالقاسم فردوسي چې د شهنامې دليکلو لپاره دا فورم وټاکه
د ادبياتو په فرهنګ کې ليکي: د فارسي شعر يوځانګړی قالب دی چې په عربي ژبه کې د فارسي په تقليد ويل شوی اوجوړشوی(مزدوجه) يې بولي. مثنوي هغه شعر دی، چې دواړه مسرې يې دګډې اومستقلې قافيې درلودونکې وي. په فارسي ژبه کې اوږده بزمي يا رزمي اوعرفاني نظمونه دمثنوي په چوکاټ کې کارول کېږي . لکه دمولوي مثنوي، دفردوسي شهنامه اودنظامي خميه.

عرب دې ډول شعر ته مزدوج وايي، يعنې زوج – زوج.)) مثنوي ځانګړی قالب لري ،چې جوليز جوړښت يې پورته څرګند شو. مثنوي دفارسي ادب ليريک ډول نظم ژانردی، چې وروسته په پښتو ادب کې دود شوی دی.

دمثنوي (دوه ييزې) ډولونه
مثنوي دفورم (شکل ) له مخې په دوه ډوله ده:
الف: رديف لرونکې مثنوي:
ب: بـــــې رديــــــفـــه مثنوي:

الف: رديف لرونکې مثنوي: هغه مثنوي ده، چې بيتونه يې رديف ولري يعنې لکه څنګه چې يې د هر بيت قافيه بېلا بېله وي همدارنګه يې رديف هم بېل بېل راځي، خو ځينې وخت داسې هم کېدای شي ، چې يو بيت يې رديف ولري او بل بيت يې رديف ونه لري.
ب: بې رديفه مثنوي: هغه مثنوي ده ،چې بيتونه يې رديفونه ونه لري، يوازې دقافيې هماهنګې کلمې ولري .

د مثنوي مخينه:

دمثنوي د پيدايښت په هکله چې ايا دچا لخوا او په کومه سيمه کې ويل شوې د پوهانو او ادبي کره کتونکو تر منځ دنظريووالی نه ليدل کېږي، له دې امله دمثنوي دپيدايښت په برخه کې نو موړي پوهان او کره کتونکي پر دوو ډلو وېشل شوي دي

الف : ډله پوهان : په دې نظر دي چې مثنوي لومړی په فارسي ژبه او ادب کې رامنځ ته شوې او ورو سته بيا په عربي ژبه کې د فارسي ژبې په تقليد او پېښې دمثنوي په جوله شعرونه ويل شوي دي.

ب: ډله پوهان : بيا په دې نظر دي، چې دلومړي ځل لپاره مثنوي په عربي ژبه اوادب کې را منځ ته شوې او له عربي څخه بيا وروسته په فارسي ادب کې په دې جوله دود شوې ده، خو مثنوي وروسته بيا له عربي ژبې څخه په فارسي ژبه اوادب کې زياته پرمختيا او وده کړې ده.

خو که د دواړو ډلو پوهانو نظر سره پرتله کړو د لومړۍ يا الف ډلې پوهان يوازې د مثنوي پيدايښت او اساس په دري ادب کې ګڼي، ولې د خپلې ادعا دثبوت له پاره داسې کومه بيلګه نه وړاندې کوي، چې دهغې له مخې دمثنوي تاريخي لرغونتوب څرګند شي او هم په دري ادب کې د در ېيمې هجري پېړۍ په شاوخوا او څلورمې هجري پېړۍ په اوايلو کې دنظمونو نېټه اټکل کېږې .

دوهمه ډله پوهان مثنوي دعربي ايجاداتو څخه ګڼي او دبني اميه په عصر کې دهغې د بېلګو نومونه اخلي.
دوکتور شوقي ((ضعيف)) د (( فصول فی الشعرونقدت)) کتاب چې د مصر ددارالمعارف په مطبعه کې په (۱۹۷۱م) کال کې چاپ شوی دی. او دکتاب په (۳۵ــ۳۶) مخونوکې دابوالفرج (( اصفهاني))د الا غاني د مؤلف په حواله ليکي: وليد د عبدالملک زوی د اول ځل لپاره مجتث وزن منځ ته راوړ. نوموړي پخپله شعروايه اوشعر ويل ورته ډېر آسان کار وو.

داسې څرګندېږي چې وليد ددوهمې هجري پېړۍ په لومړنيو لسو کلونو کې دخپل خلافت په زمانه کې دجمعې په ورځ خلکوته په خالص شعر يوه خطبه وويله چې اول يې دادی.

الحمـــــد الله ولی الحـــمــــد احمده فی يسرنا والجهد
وهوالذی فی الکر استعين وهو الذی ليس له قـــرين

دوکتور ((شوقي)) ز ياتوي چې که داروايت صحيح وي نو وليد د عبدالملک زوی لومړنی سړی دی، چې د مزدوج شعرقالب يې منځ ته راوړی چې په هغې کې د دواړو نيم بيتيو په منځ کې خاصه او ځانګړې قافيه راځي.

داسې معلومېږي، چې مثنوي د عربي خوندي اثارو له مخې ترفارسي ادب د مخه ويل شوې ده، که څه هم عربو مثنوي دمخه ويلې ده، ولې داهم يو واقيعت دی چې عربو تر اوسه پورې مثنوي ته انکشاف نه دی ورکړی او همغه غير عربي خراساني شان وو، چې هم يې دفورم له مخې او هم يې د محتوا له نظره مثنوي ته انکشاف ورکړی .

په پښتو ادب کې دوه ييزه ( مثنوي):

په پنځمه هجري پېړۍ کې د قصيدې په چوکاټ کې پښتوشاعري شوې ده خوداتمې هجري پېړۍ تردوهمې نيمايي وروسته چې د پښتوکوم آثا ر ايجاد شوي دي اوموږ ته يې نمونې رسېدلې دي په دغو اشعارو کې دشرقي شاعرۍ ځينې داسې انواع په پښتو شاعرۍ کې مومو، چې تردې زمانې په مختلفو اشعاروکې موږ داسې شعري ا نواع نه لرو.

کوم شعري ډولونه چې دغه مهال په پښتوشاعرۍ کې زيات شوي دي داداتمې هجري پېړۍ ددوهمې نيمايي په دوران کې دزمينداور په سيموکې دپښتو يودېوان لرونکی شاعر تېرشوی چې اکبرنومېده دده ددېوان څوپاڼې مرحوم استادعبدالحي ((حبيبي)) د هلمندپه سيموکې پيداکړې دي، داکبرددېوان دغه څوپاڼې دپښتوادب لپاره دومره ګټورې تمامې شوې چې د پښتوشعراوشعري انواعوپه تاريخ کې يې يولوی تحول راوست .

داکبر زمينداوري دوې ټوټې مثنوي ، چې ټوله (۲۸) بيته ده او دپښتوشعرپه تاريخ کې مثنوي له دې وخته پيل کېږي اوتردې وړاندېپه لاس ته راغلو پښتو اثاروکې موږ مثنوي نه لرو او همداشان په نورو آثاروکې، چې څېړنې شوې دي او دمثنوي په باب تحقيق شوی دی دموجوده موادو له مخې داڅرګنده شوې ده، چې د نظم دښکلي سکښت له پلوه د(۷۸۰) هجري قمري په حدودوکې داته څپه ييزې مثنوي بېلګه دلومړي ځل لپاره د اکبر (( زمينداوري )) په اشعارو کې ګورو.
د دې دوه ييزې څو بيتونه دبېلګې په ډول :

زه عــــــــــــاشق يــــــــــــــم يــــــارهــــــــــم نيز نـــــــــــــــورڅــــــــــــــــــــه نه لـــــــــروتــــــــميز
يـــــو پــــــر بلــــــــه عــــــاشـقان يـــــــــو هــــــم پخپل عشق صادقـــــان يـــــــو
يــــــو په بـــــــــل پسې رنځـــــــــــور يــــــــو چــــــې نـږدې نــــــــــــه يـــــــو مهجور يـــــو
عشــــق کــــــــه ښه دی کـــــه بــــــــــلا دی پيـــــــدا کـــــــړی زمــــــــوږ مــــــــــولا دی
( تر اخيره پورې)

اکبر زمينداوري دا دوه ييزه په ډېره روانه ژبه اوساده الفاظو اداء کړې چې دعشق او مينې بيان په کې په خاص انداز سره شوی، اکبر په دې مثنوي کې دعشق او مينې احوال داسې انځور کړي ،چې د پښتو له نورو عشقي کيسو سره بېخي ورته والی لري.

د پښتو د زړو لغاتونو تر څنګ ځای ځای د دري لغاتو شتون دا ښکاره کوي چې اکبر دفارسي ژبې سره پوره اشنايي درلوده. له دې دوه ييزې څخه د اکبر پوخ ادبي فکر له ورايه څرګندېږي.

اخځليکونه :

۱: حبيبي، علامه عبدالحی، (۱۳۹۱ل.ل ) (دوهم چاپ)، پښتانه شعرا( لومړی ټوک )، علامه رشاد خپرندو يه ټولنه: کندهار.
۲: ارزومند، استاد محبوب شاه،(۱۳۸۹ ل.ل )،دپښتو نظم کلاسيک ژانرونه، ځوان کول روزنيز فرهنګي ټولنه او ګودر خپرندويه ټولنه.
۳: همکار، پوهنمل محمد ابراهيم، (۱۳۹۱ل.ل )( پنځم چاپ )، قافيې فن،د مومند خپرندو يې ټولنې تخنيکي څانګه : مومند خپرندو يه ټولنه ــ جلال آباد.
۴: يون، پوهيالی محمد اسماعيل، (۱۳۸۷ل.ل) (شپږم چاپ )، دپښتو شعر هندسي جوړښت، يون کلتوري يون.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *