تاند- د امریکا پخوانۍ لومړۍ مېرمن لورا بوش د دغه هیواد له منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ څخه غوښتي په افغاني ټولنه کې د ښځو د رول د پیاوړتیا لپاره هلوځلو ته دوام ورکړي.

مېرمن لورا بوش، چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې چوپتیا غوره کړې وه، په وروستیو کې د متحدو ایالتونو له منتخب ولسمشر دونالد ترمپ څخه وغوښتل په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره هڅې جاري وساتي.

لورا بوش هم هغه مهال چې د امریکا لومړۍ مېرمن وه، او هم وروسته د افغان مېرمنو د رول د پیاوړتیا لپاره پر له پسې هلې ځلې کړي دي.

په وروستیو کې مېرمن لورا بوش په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ملاتړ په خاطر جایزه ترلاسه کړه.

دا جایزه د افغان ښځو د وضعیت په اړه د پخوانۍ لومړۍ مېرمن لورا بوش د لومړنۍ راډیويي وینا په پنځلسمه کالیزه کې ورکړل شوه.
دا جایزه د افغان ښځو د وضعیت په اړه د پخوانۍ لومړۍ مېرمن لورا بوش د لومړنۍ راډیويي وینا په پنځلسمه کالیزه کې ورکړل شوه.

دې ته دا جایزه، چې لس پر لس نومېږي، د ښځو دیموکراتې شبکې ورکړه.

مېرمن بوش وویل، له هماغه وخته تراوسه پوري په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې ډېر کارونه شوي خو لا هم ډېر کارونه پاتې دي چې باید وشي څو افغان ښځې په افغاني ټولنه کې خپل حقیقي مقام ترلاسه کړي.

مېرمن بوش وویل، په افغانستان د خوشبینۍ دلیل شته. دې په دې برخه کې ښوونځیو ته د زیات شمېر نجونو تګ او په سوداګرۍ کې د ښځو د رول یادونه وکړه.

مرمن بوش د جایزې د ترلاسه کولو په مراسمو کې وویل، اوس چې په امریکا کې نوی حکومت واک ترلاسه کوي، خپل مسوولیت بولي چې له دې نوې ادارې سره کار وکړي او ورته ووايي په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ښه کېدو لپاره کار ته دوام ورکړي.

د فید ستاپ نشریې له لیکنې سره سم د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته مېرمن لورا بوش په امریکا کې چوپ خو فعال رول لرلی دی. دا د لومړۍ مېرمن په توګه درې ځلې افغانستان ته تللې او په ۲۰۰۶ م کال یې د افغانستان د امریکايي پوهنتون په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی.

دا همداراز د امریکا او افغان ښځو د د شورا یوه افتخاري رييسه هم ده.

دا شورا د امریکا او افغانستان پخوانیو ولسمشرانو جورج ډبلیو بوش او حامد کرزي جوړه کړې ده.

د دې شورا هدف د پوهنې، روغتیا، اقتصاد او د مشرتابه په برخو کې د افغان ښځو د رول پیاوړتیا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *