تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ملي اردو ۱۳ سرتېري، چې څه باندې یو کال پخوا په فاریاب ولایت کې وسله والو طالبانو برمته کړي ول، په یو لړ عملیاتو کې خوشي شول.

د دفاع وزارت په وینا دا سرتېري یو کال وړاندې هغه مهال د طالبانو له لوري یرغمل شول چې د افغان ملي اردو یوه څرخکه د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالي کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوه.

د ژغورل شویو پوځیانو د هویت او روغتیايی وضعیت په اړه دفاع وزارت تراوسه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر دې دمه په دې باب کومه تبصره نه ده کړې.

د فاریاب ولایتي چارواکي وايي چې په هیلي کوپتر کې ۱۳ سپاره سرتېري طالبانو یرغمل کړي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *