تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست یا استخباراتو په بګرام کې پر امریکايی پوځیانو د حملې په اړه امریکایانو ته دوه ځلي خبرداری ورکړی و.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، حکومتي او امنیتي سرچینو وویل، افغان استخباراتو امریکايي پوځیانو ته په بګرام هوايي اډه کې د کارګرو له لوري د احتمالي انتحاري حملې په اړه خبرداری ورکړی و.
د روان نوومبر په دوولسمه په بګرام هوايي اډه کې په یوه انتحاري برید کې ۴ امریکايي پوځیان او قراردادیان ووژل شول او ۱۷ نور ژوبل شول. وروسته دوو ټپیانو سا ورکړه او د تلفاتو شمېر ۶ تنو ته ورسېد.
افغان سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی په بګرام کې د کارکوونکو په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه څو مشکوک کسان ومومي خو د دوی غوښتنې ته مثبت ځواب ونه ویل شو.
وسله والو طالبانو د دغه برید مسوولیت په غاړه واخیست.
د پروان ولایتي چارواکو وروسته وویل چې حمله کوونکی قاري عنایت الله نومېده، په ۲۰۰۷ م کال د طالبانو له لیکو راجلا شو او د سولې په پروسه کې شامل شو.