د غور د ولایت د پوهنې رييس وايي چې نامعلومو وسله والو پرون /چهارشنبه/ دوې ښوونکې وتښتولې.

صبغا الله اکبري وویل، دا دوې ښوونکې د ولایت په مرکز فیروزکوه کې ښوونځي ته روانې وې چې وسله والو نامعلوم لور ته په مخه کړې.

تراوسه د دې پېښې انګېزه نه ده څرګنده شوې او د تښتونکو د هویت په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

په غور کې سږ کال تاوریخجنې پېښې زیاتې شوي دي.


په کندهار ښار کې د پولیسو په یوه پوسته کې نن ۴ پولیس ووژل شول.

دا پېښه د ښار په بشران کوټ کې د پولیسو ترمنځ د یوې شخړې په نتیجه کې وشوه.

په دې پېښه کې څو نور پولیس ژوبل شول.


د امریکا متحدو ایالتونو اعلان وکړ چې له بېرته راستنو شویو افغان کډوالو سره ۳۹ ملیون ډالره مرسته کوي.

له دغو پیسو سره په روان ۲۰۱۶ م کال کې له افغان کډوالو سره شوې بشري مرستې ۲۰۷ ملیون ډالرو ته رسېږي.

د جنورۍ له میاشتې تراوسه پوري نژدې یو ملیون افغان کډوال له پاکستان او ایرانه خپل هیواد ته راستانه شوي چې دا په وروستیو کلونو کې په یو وار د ډېرو کډوالو د بېرته راستنېدو ریکارډ دی.


د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه ادعا کوي چې د افغان طالبانو په منځ کې د سولې د خبرو د پیلولو په اړه جدي مشورې روانې دي.

ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي، د طالبانو یوه مرکچي، د نوم د نه څرګندېدو په شرط د سکایپ له لارې ورته وویل«حاضردمه موږ له بهرنیو خواوو او همداراز له افغان لوري سره د خبرو د پیلولو په باب ږغېږو.»


د افغانستان د ملي امنیت ریاست یا استخباراتو په بګرام کې پر امریکايی پوځیانو د حملې په اړه امریکایانو ته دوه ځلي خبرداری ورکړی و.

افغان سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی په بګرام کې د کارکوونکو په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه څو مشکوک کسان ومومي خو د دوی غوښتنې ته مثبت ځواب ونه ویل شو.


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ملي اردو ۱۳ سرتېري، چې څه باندې یو کال پخوا په فاریاب ولایت کې وسله والو طالبانو برمته کړي ول، په یو لړ عملیاتو کې خوشي شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *