تاند- عراقي او ایراني چارواکي وايي چې د عراق د پنجشنبې په انتحاري برید کې تر سلو زیات کسان وژل شوي دي.
لومړني راپورونه وايي چې د وژل شویو کسانو نژدې نیمايي ایرانیان دي. ګومان کېږي چې د هغوی په منځ کې افغانان هم وي.
عراقي رسنۍ وايي چې تراوسه (د دغه خبر د خپرېدو تر شېبې پوري) د دې حملې، چې په حیلې ښار کې وشوه، د تلفاتو دقیق شمېر څرګند نه دی خو لومړني راپورونه د وژل شویو کسانو شمېر تر سلو زیات ښيي.
ویل شوي چې په وژل شویو کسانو کې شاوخوا ۴۰ ایرانیان پېژندل شوي او په لسګونو ایراني ټپیان روغتونو ته وړل شوي دي.
برید عراق ته د امام حسین د شهادت د څلوېښتۍ په مناسبت زیارتونو ته د تللیو زیارتوالو پر بسونو شوی دی.
د ایراني رسنیو له ادعا سره سم سږ کال شاوخوا ۳۰ ملیونه شیعه کان له ایران، افغانستان او پاکستان څخه د عراق نجف او کربلا ښارونو ته د زیارت لپاره تللي دي.
په همدې حال کې د ایران د سره میاشت ټولنې (هلال احمر) سرمنشي وايي چې په حمله کې وژل شوي کسان دومره زیات سوځېدلي چې پېژندګلوي یې ګرانه ده.
علي اصغر احمدي وویل چې په دې برید کې ۸۰ تنه وژل شوي خو ګومان کوي چې د وژل شویو کسانو شمېر به تر دې زیات وي.