تاند- د ناروې د مهاجرو په یوه مرکز کې دوه ویشت افغان پناه غوښتونکو وروسته له دې د نه خوړلو اعتصاب وکړ چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شول.

د ناروې (این ار کې) راډیو پرون /پنجشنبه/ وویل چې دغو افغانانو د ناروې د لوفوتین د شمالي ښارګي د مهاجرو په مرکز کې لوږتړ کړی دی.

په سیمه کې د مهاجرو د چارو رييس بیورن فریدفیلت وویل چې مهاجرو وروسته له دې اعتصاب پیل کړ چې منفي ځواب ورکړای شو.

د ده په وینا افغان پناه غوښتونکو د چهارشنبې له ورځې لوږتړ پیل کړی دی.

ویل شوي چې افغانان خورا مایوسه شوي او یوازینۍ لار ورته همدا ښکاري چې اعتصاب وکړي.

د سیمې ښاروالۍ ویلي، که اعتصاب زیات دوام وکړ، لوږتړ کوونکو ته به روغتیايي خدمات ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *