ژباړه: بارکوال مياخېل

د کتابتونونو جوړښت د تمدن د پرمختګ ښکارندويي کوي، ځکه چې دا د ټولنيزو، سياسي، تاريخي او کلتوري مالوماتو خزانه ده، چې د کتابونو، اسنادو او ليکليو نسخو په بڼه خوندي ساتل کېږي. په هر تمدن کې واکمنو، اشرافو او عالمانو په ډېر زيار ارزښتمنې قلمي نسخې د دې لپاره را غونډې کړې، چې د تېر وخت علمي روايت خوندي او ژوندى وساتي. د کتابتون جوړولو دود د ژيړو (Bronze ) د زمانې په تمدن کې پيل شو، چې په لومړي ځل د خبرو ژبه د متن په بڼه وليکل شوه. د ليک له برکته شفاهي مالومات وليکل شول او د راتلونکيو نسلونو لپاره خوندي کړاى شول. لرغونپوهانو لومړى لوى کتابتون د آشوري باچا اشوربانيپال (ژ.٦٦٨- ٦٢٧ م.م)  په ماڼۍ کې کيندلى او موندلى دى، چې د ګلګمېيش د داستان په شمول پر خاورينو تختو ليکلي دېرش زره کتابونه يې لرل.

که څه هم يوې خواته کتابتونونه جوړېدل، چې علمي خزانه پکې خوندي شي او ماضي له نن سره وتړل شي، خو بلې خواته فاتحينو، متعصبو مذهبيانو او د ځينو نظريو پيروانو کتابتونونه وسوځول. د کتابتونونو د سوځېدو تر شا انګېزه دا وه، چې فاتحينو غوښتل ماته خوړلي خلک له پوهې بې برخې کړي، د دې لپاره چې تر خپل واک لاندې يې راولي او د دوى د سياسي  بادارۍ په ضد هر ډول پاڅون يې ور ختم کړي. مذهبي لېونيو او متعصبينو- چې پر بشپړ واقعيت يې باور درلود- د نورو له عقايدو سره دوښمني وپاللـه او په ډېرې توندۍ سره يې د خپل سيال مذهب هره نخښه له منځه يووړه. د يوې نظريې پيروانو هم د چېلنجونو له ډاره د خپلې مخالفې نظريې هره ريښه له بېخه و ايستله، ځکه نو په تاريخ کې وينو، چې دغه عناصر کتابتونونه سوځوي او کتابونو، قلمي نسخو، اسنادو او پاڼو ته اور اچوي.

په تاريخ کې دا شوي دي، چې کله کتابتونونه سوځول شوي دي، نو په نتيجه کې يې اغېزمنې شوې ټولنې هغه را غونډه کړې علمي خزانه بايللې ده، چې پخوانيو نسلونو ورته پنځولې او پرېيښې وه. د اغېزمنې ټولنې خلکو ته کله- کله دا ناممکنه شوې ده، چې خپله بايللې علمي خزانه بيرته لاس ته راوړي او کله- کله چې په ټولنه کې به علمي تومنه او خوځښت وو، نو هڅه يې کړې چې خپل بايللى علم بيرته وپنځوي او له سره يې وليکي او خپل علمي روايت بيرته را ژوندى کړي. په دې مقاله کې به د هغو کتابتونونو تفصيل وړاندې کړو، چې د سياسي، مذهبي او نظرياتي علتونو په اساس اور ور اچول شوى دى او په نتيجه کې يې د نړۍ تمدن د بېلابېلو کلتورونو د ګډې پوهې د ورکاوي زښته لوى تاوان وړى دى.

په لرغوني چين کې د کنفيوشس (٥٥١- ٤٧٩م.م) فلسفې د مملکت په اداري چارو کې ډېر ښه رول تر سره کړ. يو داسې وخت هم وو، چې “د سلو فلسفيانو زمانه” نومېدله او دا دود وو چې فلسفيان به له يوه هېواده بل هېواد ته تلل، واکمنو ته به يې زدکړه ورکوله، چې څنګه حکومت وکړي او خپلې چارې څنګه تر سره کړي. واکمن به هم خپلو حکومتي چارو او خپلو ګومارليو مورخينو ته ډېر متوجه وو، چې د واکمنۍ حالات او پېښې يې وليکي، چې په نتيجه کې يې چينايي تمدن پر سياسي، ټولنيزو، کلتوري او اقتصادي موضوعاتو ګڼ شمېر کتابونه توليد کړل. د دغو کتابونو لوستلو واکمنو او اشرافو ته لارښوونه وکړه، چې له خلکو سره څه ډول چلند وکړي او څنګه خپل حيثيت او واک ژوندى وساتي.

کله چې د چين شاهي کورنۍ واکمن چين شي هوانګ (٢٤٧- ٢٢٠م.م) د واک پر ګدۍ کښېنوست، نو کوشنيو دولتونو ته په ماتې ورکولو سره يې چين د يوه استعماري ځواک په توګه متحد کړ. کله چې خپل دې هدف ته ورسېد، بيا يې له خپل ځانګړي سلاکار سره پرېکړه وکړه، چې د هغو دولتونو د تاريخ او ادب د ريښو په له منځه وړلو پيل وکړي، چې له دوى يې ماته خوړلې وه او دا کار يې د دې لپاره کاوه، چې د هغوى اصلي پېژندنه او هويت ختم کړي او د چين د شاهي کورنۍ برخه يې کړي، ځکه نو حکومت يو شاهي فرمان خپور کړ او خلکو ته يې خبردارى ورکړ، چې خپل ټول کتابونه او قلمي نسخې ور وسپاري، که چا له دې فرمانه سرغړونه وکړه، نو د مرګ سزا به ورکړل شي. کله چې کتابونه را غونډ کړل شول، د حکومت خلکو د هر کتاب دوې- دوې دانې د شاهي کتابتون لپاره وساتل او د کرهنې، درملو، ځنګلپوهنې او ستورپوهنې په اړه کتابونه هم ځنې جلا کړاى شول، پاته نور ټول کتابونه وسوځول شول او ايره شول. د واکمن چين شي هوانګ ځانګړي سلاکار لي سي (٢٨٠- ٢٠٨م.م) د کتابونو سوځول توجيه کړل او ويې ويل، چې دا کتابونه د چين شاهي کورنۍ لپاره تاواني وو، په ځانګړې توګه تاريخي کتابونه چې د ماضي په اړه مالومات پکې شامل وو او د چين د شاهي کورنۍ له واکمنۍ سره په ټکر کې وو او د دوى په مخ کې خنډ کېداى شواى، نو دا ضروري وه چې داسې کتابونه بايد له منځه يووړل شي او د متحد چين جوړېدو ته لاره هواره شي، دا کار به د خلکو د سيمه ييزې وفادارۍ او پېژندنې تر ورکولو وروسته هغوى په سياسي او کلتوري لحاظ سره يو کړي.

د سکندريې کتابتون دويم بطليموس فيلادلفوس (٢٨٣- ٢٤٦م.م) جوړ کړى وو، چې ډېرې نايابه قلمي نسخې او کتابونه يې- چې هر ځاى يې موندل- پکې را غونډ کړي وو، دا کتابونه يې په يوه پراخه ودانۍ کې ساتل، د کتابونو لپاره يې ښې پراخې تاخچې لرلې، چې عالمان او لوستونکي ګټه ورنه واخلي. اکثر کتابونه د پاپيروس پر کاغذي پاڼو په لاس کښل شوي او د څېړونکيو د استفادې لپاره ساتل شوي وو. د دې کتابتون کتابپال يو نوميالى فلسفي او پر کتاب مين کس وو. کله چې رومي امپراتور جوليس سيزار (١٠٠- ٤٤م.م) پر سکندريه يرغل وکړ، نو د اور له امله دې کتابتون ته برسېرن زيان ورسېد او وروسته يې تاوان بيرته جبران شو.

په دويم ځل متعصبو عيسويانو کتابتون وروسته له هغه وسوځاوه، چې له مسيحي عقيدې سره په ټکر کې د غيرمسيحي فلسفې او علم کتابونه او قلمي نسخې يې پکې وموندل. د مذهبي افراطيانو هجوم نه يواځې کتابتون ته اور واچاوه، بلکې يونانۍ کتابپاله هيپاشيه Hypatia (٣٧٠- ٤١٥م)- چې د نواپلاتونۍ فلسفې وروستۍ ستره غيرمسيحي فلسفۍ وه- يې هم په ډبرو و وژله. دوى نه يواځې هغه و وژله، بلکې د خپل مذهبي غيرت د سړولو لپاره يې د هغې جسد هم په اور وسوځاوه.

ځينو مورخينو پر عربو يرغلګرو هم تور پورې کړى، چې وايي په ٦٤٠م کال د مصر د نيولو په وخت همدوى د هغه ځاى د کتابتون د سوځېدو سبب شول، خو په دې اړه کافي او کره شواهد نه شته. دا يوه غميزه ده چې نړۍ- تر مسيحي فلسفيانو او پوهانو وړاندې تخليق شوې- د پېړيو ګډه او را غونډه کړل شوې علمي پانګه وبايلله. مذهبي متعصبينو هيڅ داسې نظريه او فکر نه شو زغملاى، چې د دوى د عقيدې ريښتينوالى او باور پکې تر پوښتنې لاندې راغلى واى، ځکه يې دغه کتابونه وسوځول. له دې څرګندېږي چې مذهبي افراطيت څنګه په بشپړه توګه ټولنه په تياره کې ساتل غواړي او نه يې پرېږدي چې له متبادل واقعيته خبر شي.

د مذهبي تعصب شومه شوى بل کتابتون د نالندا پوهنتون کتابتون وو. دغه پوهنتون د ګوپتا کورنۍ (٣٢٠م) د واکمنۍ په زمانه کې د هند د ختيځ ايالت بيهار په راجګړ ښار کې جوړ شوى وو. دا د بودايي دين د زدکړو او علم مرکز وو، ځکه له هند او چينه زيات شمېر زده کوونکي ورته را مات شول. ويل کېږي چې کابو لس زره زده کوونکي په دې پوهنتون کې د بودايي دين او فلسفې د زدکړې لپاره شامل شول. د پوهنتون د کتابتون ودانۍ درې برخې لرلې، چې د “دهرم ګنج” (د علم پانګه) په نامه مشهور وو. د محمد غوري له غلامانو څخه بختيارالدين خلجي چې په ١١٩٣م کال پر بنګال يرغل کاوه، نو پوهنتون او کتابتون دواړه يې وسوځول او تباه يې کړل. ويل کېږي چې دغه اور څو مياشتې لګېدلى وو، چې د پوهنتون ودانۍ او کتابونه ټول په بشپړه توګه پکې وسوځېدل. نتيجه دا شوه چې نايابه علمي خزانه او د پوهنتون وجود پکې له منځه ولاړل، د علم تږي يې د زدکړې او څېړنې له مرکزه بې برخې کړل. د هند حکومت په دې وروستيو کې هلې ځلې پيل کړي، چې نالندا پوهنتون بيرته و رغوي او د هغه بايللى برم بيرته را ژوندى کړي.

په نورو کتابتونونو کې- چې يا چپاولګرو، مذهبي متعصبينو يا فاتحينو سوځولي دي- يو له هغو څخه فاطمي خليفه، الحاکم (٩٩٦- ١٠٢١م) جوړ کړى وو، ده له ټولې اسلامي نړۍ څخه ډېرې نايابه قلمي نسخې را ټولې کړې او د علم د مينانو لپاره يې د زدکړې مرکز جوړ کړ. په ١٠٦٨م کال کې کله چې فاطمي خلافت مخ پر ځوړ (زوال) شو او حکومت خپلو مامورينو ته په تنخا ورکولو کې ناکامه شو، نو مرورو او قهرجنو خلکو د کتابتون په شمول پر حکومتي ودانيو هجوم ورووړ او لوټ يې کړل. د بربرو د قبيلې خلکو چې کله د دې کتابتون کتابونه لوټ کړل، نو په دې نيت- چې ګواکې کفري ادبيات دي- ويې سوځول او په ايرو يې بدل کړل، حتى نن هم هغه ځاى- چې دغه کتابونه پکې سوځول شوي وو- د «طلال الکتب» يا «د کتابونو تپه» په نامه مشهور دى.

کله چې صليبيانو په يوولسمه ميلادي پېړۍ کې د يروشلم (بيت المقدس) د بيرته نيولو لپاره پر منځني ختيځ يرغل وکړ، نه يواځې يې د نيول شويو ښارونو خلک په ډله ييزه توګه و وژل، بلکې په لبنان کې يې د طرابلس کتابتون هم وسوځاوه.

مغولي يرغلګرو په ديارلسمه ميلادي پېړۍ کې د منځنۍ اسيا او منځني ختيځ ښارونه ويجاړ کړل. هلاکو خان (١٢١٨- ١٢٦٥م) لومړى د بخارا ښار او په هغه کې موجود کتابتونونه په بشپړه توګه ويجاړ کړل، بيا يې د اسماعيليانو پر «الَموت کلا» بريد وکړ، چې يو ډېر ښه کتابتون يې درلود او د دې کتابتون کتابپال يو اسماعيلي امام وو. تاريخ ليکونکي عطا ملک جويني (١٢٢٦- ١٢٨٣م)- چې د هلاکو خان ملګرى وو- پخپل تاريخ «جهانګشاى» کې د مغولي پوځ له خوا د ورانيو ذکر کړى دى. ده د کتابتون تر سوځول کېدو مخکې د هلاکوخان په اجازه څو کتابونه د خپلې مطالعې لپاره را اخيستي وو. تر بخارا وروسته يې په ١٢٥٨م کال پر بغداد يرغل وکړ او هلته يې د عباسي خليفه اتم «المعتصم بالله» تر وژلو وروسته د ښار لوى کتابتون «بيت الحکمت» يا «د فلسفې کور» وسوځاوه، چې زرګونه کتابونه او قلمي نسخې پکې پرتې وې. سوځېدلي کتابونه وروسته د دجلې سيند ته وغورځول شول، چې اوبه يې د قلمي نسخو په رنګ (سياهۍ) تورې شوې. د بخارا د «الَموت کلا» او د بغداد د «بيت الحکمت» د کتابتونونو ويجاړېدل يو نه را ګرځېدونکى زيان وو او اسلامي نړۍ د خپلو تېرو نسلونو له پېړيو- پېړيو پخواني علمي ميراثه بې برخې شوه.

په ١٤٩٢م کال کې چې عيسويانو تر يرغل وروسته د اندلس ښار ونيو، يهودان او مسلمانان يې له هسپانيې وايستل، نو هڅې يې پيل کړې چې ټول هسپانويان عيسويان کړي او د مسلمانانو د شتون يوه نخښه هم پرېنږدي. د کليسا چارواکيو ټول عربي کتابونه را غونډ کړل او د ښار پر څلورلارو يې وسوځول. هغه مسلمان اندلس- چې د خپلې واکمنۍ په مهال د اروپا د روشنفکرۍ سرچينه شو- د خپل علمي ميراث تر بايللو وروسته تيارو ته ور پورې وهل شو.

په ١٨٥٧م کال د هند د خپلواکۍ د جګړې په مهال چې انګرېزانو ډيلى ونيو، پوځونو يې د يوه منظم پلان له مخې په دې ښار کې چور او تالان ګډ کړ. دوى د اشرافو، عالمانو او د مغولو د شاهي کورنۍ شخصي کتابتونونه په نخښه کړل، ډېرې نايابه قلمي نسخې يې ځنې يووړې. د کتاب پېژندنې او توضيح پاڼې يې وساتلې، پاته قلمي نسخې يې ويجاړې کړې او ويې غورځولې. نوميالي شاعر ميرزا غالب (١٧٩٧- ١٨٦٩م) پخپل يوه ليک کې هم د نواب ضياءالدين د شخصي کتابتون پر ويجاړۍ خفګان څرګند کړى دى.

د کتابتونونو د سوځولو دود لا هم دوام لري او په وروستيو وختونو کې هم ګڼ شمېر داسې پېښې شوې دي، له دې مالومېږي چې له کتابتونونو سره دوښمني او کرکه لا هم ژوندۍ ده او هڅې کېږي چې د خپلو سيالانو، مخالفينو او دوښمنانو علمي او ادبي ميراث تباه کړل شي.

په ١٩٨١م کال د سريلنکا په جفنا ښار کې سنهاليانو د تاميل ولس کتابتون وسوځاوه، چې د ٩٧٠٠٠ کتابونو او قلمي نسخو په درلودلو مشهور وو.

په ١٩٨٢م کال چې اسرايلي پوځونو پر بېروت يرغل وکړ، نو د فلسطين د څېړنې مرکز (فلسطين ريسرچ انسټيټيوټ) يې تباه کړ، چې د اسرايلو په خلاف د فلسطينيانو د پاڅون په اړه ګڼ شمېر اسناد او ليکلي مواد پکې پراته وو، اسرايلو غوښتل چې د فلسطينيانو په ضد د خپل جبر او بې عدالتيو ټول ثبوتونه له منځه يوسي. د فلسطينيانو د خپلواکۍ سازمان (پي ايل او) بيا د دې څېړنيز مرکز پر هغسې بيارغونه ونه توانېد، چې د دوى په مبارزه کې يې ډېر ارزښتمن رول تر سره کړ.

د ١٩٩٠م کال په لسيزه کې سربيانو د منظم پلان له مخې د کروشيا ولسي او شخصي کتابتونونه د دې لپاره وسوځول، چې هغوى له خپل غني علمي ميراثه بې برخې کړي.

په ٢٠٠٣م کال کې چې امريکايانو پر عراق بريد وکړ او بغداد يې ونيو، د دې ښار کتابتون او نايابه زېرمتون (Archive) ته پکې زيات زيان ورسېد. انګرېز خبريال رابرټ فيسک پخپل يوه رپوټ کې ورته اشاره کړې ده، چې وايي د عثماني خلافت په اړه ليکلي مواد او اسناد پر مځکه پاشلي پراته وو او هيچا يې د خوندي کولو غم نه کاوه. په ٢٠٠٤م کال کې د توندلارې هندو مذهبي ډلې شيوسينا متعصبو کسانو د هند په پونا ايالت کې د نوميالي عالم راما کريشنا ګوپال بنډارکر (١٨٣٧- ١٩٢٥م) په نامه جوړ شوى «د بنډارکر د ختيځو څېړنو د مرکز» کتابتون تباه کړ، چې د سنسکريت ژبې د نايابه قلمي نسخو په درلودلو مشهور وو. د قهرېدليو هندوانو د غوسې علت دا وو، چې وايي د جېمزلېنګ په نامه يوه امريکايي مورخ پخپل کتاب کې- چې ماخذ يې د دې کتابتون يوه قلمي نسخه ده- د مرهټه هندوانو د کورنۍ د واکمن شېواجي (١٦٣٠- ١٦٨٠م) په اړه له دوښمنۍ ډکې څرګندونې کړې دي. مذهبي افراطيان د خپلې عقيدې د حق ګڼلو په ملاتړ د کتابتونونو د سوځولو د روايت پلوي کوي او په همدې لړۍ کې اسلامي افراطيانو په ٢٠١٣م کال د لوېديځې افريقا د مالي هېواد د ټمبکټو ښار کتابتون وسوځاوه او دې ته ورته پېښې په افغانستان، مصر، سوريه، عراق او پاکستان کې شوې دي.

له بده مرغه په اکثرو اسلامي هېوادونو کې کتابتونونه خوندي نه دي، فرقه ييز او مذهبي توپيرونه او مخالفتونه د خلکو جذبات را پاروي، چې کتابتونونه ويجاړ کړي او ويې سوځوي. نتيجه يې دا ده چې مسلمانې ټولنې دا موقع بايللې ده، چې د نويو علومو په مرسته له نورو ملتونو سره سيالي وکړي.

__________________

سرچينه: پاکستان ټوډې انګلش ورځپاڼه http://www.pakistantoday.com.pk/

By Quetta

One thought on “کتابتونونه په اور کې/ ډاکټر مبارک علي”
  1. بارکوال صیب، یقینن چي یو ستر لیکوال او ستر انسان دې او پښتو ادب ته یه ډیر څه ورکړي دي، لا ځوان دې او نور هم ډیر کار یه په اوږو پروت دې او هیله ترې لرم چي نور به هم ده پښتو ادب لپاره کار اوکړي.
    ده تاریخ پوه ډاکټر مبارک علي کتابتنونه په اور کښې لیکنه یقینن چي ډیره په زړه پورې ژباړه یه کړې ده،
    شه ژوند ورته غواړم ژوندۍ دي وي راته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *