تاند- ولسمشر محمد اشرف غني نن /جمعه/ ماښام په درې ورځیني سفر ترکمنستان ته لاړ.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني په عشق اباد کې د ملګروملتو د سرمنشي بانکي مون په مشرۍ او د سیمې او نړۍ د یو شمېر دولتمشرانو په ګډون د ترانسپورت په یوه نړیوال کنفرانس کې برخه واخلي.
ولسمشر غني به همداراز په عشق اباد کې د “اتامراد – امام نظر (ترکمنستان) او اقینې (افغانستان)” د اسیا رېلارې په پرانستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر به د دغه سفر په څنډه کې د ترکمنستان او ګرجستان جمهوررئیسانو سره په جلا کتنو کې د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخولو په اړه بحث او خبرې وکړي.
حمداشرف غني به همدارنګه په عشق اباد کې د ترکمنستان د تولیداتو نندارتون، د المپیک ښارګوټی او نساجۍ فابریکه وګوري. پر دې سربېر به جمهوررئیس په عشق آباد بین المللي انستیتوت کې وینا هم وکړي.
له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د ټرانسپورټ وزیر محمدالله بتاش، د فوایدعامې وزیر محمود بلیغ، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د جمهوري ریاست یو شمېر سلاکاران، په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي، د ملي امنیت شورا مرستیال فیض الله ذکي، او د جمهورري ریاست د مقام ویاند محمدهارون چخانسوري ملتیا کوي.