تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان ستره محکمه نن /شنبه/ د ولسي جرګې له لوري د سلب اعتماد شویو وزیرانو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
د سترې محکمې سرچینې وايي چې نن /شنبه/ به د ۷ وزیرانو د سلب اعتماد کېدو په اړه د ولسي جرګې د پرېکړې په باب خپله فیصله اعلان کړي.
سرچینې ونه ویل چې د سترې محکمې احتمالي پرېکړه به د وزیرانو په ګټه وي او که د ولسي جرګې په تایید کې.
د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ویلي چې که سترې محکمې د دوی د پرېکړې خلاف حکم ورکړ، وبه یې نه مني او د حکومت او مقننه جرګې ترمنځ درز به نور هم زیات کړي.
ولسي جرګې تر اویا سلنې د زیاتې انکشافي بودجې د نه مصرفولو په خاطر اوو وزیرانو ته د نه باور رایې ورکړې.