محمد اکرم شهاب \ پکتیکا

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې سیمه ییزو پولیسو یو خبریال برات خان څاروان وهلی دی.

د محلي پولیسو له لوري وهل شوی خبریال په پکتیکا ولایت کې د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې مرستیال او په دې ولایت کې د لېمه ایف، اېم راډیو د اعلاناتو مسؤل دی.

نوموړي په دې اړه تاند ته وویل، د تېرې پنجشنبې په ورځ له خپل کاري دفتر څخه کور ته پر موټرسایکل روان و چې د ښرنې اړوند کوټوالو په سیمه کې د یو تن محلي پولیس له لوري چې کوم ځانګړی یونیفورم یې هم په تن نه و، ورته د درېدو اشاره شوې خو ده داسي انګېرلې چې ګواکي دا محلي پولیس کوم وسلوال مخالف کس دی.

په پکتیکا کې د عبدالخالق خالقیار په نوم یو بل تن هم د پولیسو له لوري له ورته برخلیک سره مخ شوی، وایي چې دوه ورځې وړاندي په ښرنه ښار کې د تلاشۍ پر مهال د پولیسو له لوري وهل، ټکول شوی دی.

خالقیار وایی چې یاده موضوع یې له امنیه قومندان سره هم شریکه کړه او په اړه یې لازم اقدامات وکړل

او له بښنې نه وروسته یی پولیس خوشې شوي دي.

خو په پکتیکا کې د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې مشر سیف الرحمن شهاب تاند  ته وايي، چې په دې پېښو سخت خواشینی دی او په دې اړه یې له ولایتي ادارې څخه د دواړو پېښو د دقیقو څېړلو غوښتنه کړې.

شهاب وايي، چې په ټوله کې په دې ولایت کې د خبریالانو ستونزې خورا ډېرې دي، چې باید مرکزي دولت د خبریالانو د مسونیت ادارې دي ور ته پاملرنه وکړي.

 نوموړی وایي، دا لومړی ځل نه دی چې خبریالان وهل، ټکول کېږي او یا تهدیدېږي، بلکه له دې وړاندې هم د ډېری داسي پېښو شاهدان وو.

خو د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت بیا تاند ته وویل، چې یاد ژورنالیست په کاري ساحه کې نه و او کورته پر لار و، چې د تالاشۍ پر مهال پولیسو ته نه دی درېدلی او د هغوي له لوري وهل شوی دی.

وحدت زیاتوي، په پکیتکا کې د خبریالانو خوندیتوب ته ژمن دی، تر څو د دوي لپاره هر اړخیز سهولتونه برابر کړي.

نوموړی وايي، خپله یې هم په دې ډګر کې کار کړی او په بشپړ ډول له ژورنالیستانو سره هکاري کوي.

د دې ولایت خبریالان وايي چې په تېرو وختونو کې یې د تهدید، وهلو، ټکولو بېلابېل موارد شته چې تر اوسه یې چا پلټنه نه ده کړې.

او که په اړه یی اقدام ونشې نو لرې نه دې چې خبریالان له زیاتو ستونزو سره مخاخ شي . په دې ولایت کی زیاتې رسنې له اقتصادې ستونزو سره مخامح دې او بل خوا له خبریالانو سره سم برخود نه کیږې خبریالان  له حکومت نه جدې غوشتنه کوې چې د خبریالانو د خوندېتوب په اړه دې لازم اقدامات برابر شې .

 کابو دوه کاله وړاندي په پکتیکا کې د پژواک خبري اژانس خبریال علي محمد نظري هم د دولت له لوري بندي شوی و، چې شاخوا دوه کلنه دوسیه یې اوس تر څېړنې لاندي نیول شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *