د ډګروال صيب خبره ده، ويل يې د نظامي زده کړو لپار جرمني ته لاړم هلته مې په نظامي پوهنتون کې زده کړې کولې يوه ميرمن راغله راته يې وويل چې ته کوټه مه نيسه راځه زما سره لاړ شه په خپل کور کې ځاى درکوم ټول مصارف دې زما په غاړه، زه زوى نه لرم ته زما زوى يې ما هم د دې سپين سرې ميرمن خبره ومنله ورسره لاړم زما ټول مصارف او زما ټول کارونه به دې ميرمنې  په ډېره مينه کول ماته يې تل د مور مينه راکوله خبرې به يې له مينې ډکې وې، په خوشحالۍ مې خوشاله او په خپګان مې خپه وه؛ ويل يې جرمني داسې هېواد دى چې غاښ دې خراب شي نو دولت مجبور دى چې تاته 300 ايرو درکړي، ما هم په افغانستان کې يو غاښ ايستلى و. دې ميرمنې ته مې وويل چې ته دولت ته عریضه ورکړه چې د ده غاښ دلته خراب شوى او ورنه ايستلى مو دى، خو هغې دا خبره راسره نه منله، ويل يې دا له هېواد هسره خيانت دىه دا کار نه کوي، ما به ورباندې ټينګار کاوه خو هغې راته ويل ته په پيسو څه کوې هغه د پوهنتون پيسې اخلې هغه هم خپله مصرفوې نور ټول مصارف دې زه درکوم ته په دې پيسو ما مه مجبوروه، ما ويل که ته دا پيسې راته وانخلې زه له کوره درنه ځم د هغې د زياتې مينې نه ما استفاده کوله هغه به په دې خبره خپه کيده؛ له ډېر بحثه لس ورځې وروسته ما ورته وويل، د دې لپاره چې ته عریضه نه کوې هغې وويل نه زه دا ده روان شوم، په دې منځ کې که ګورم چې سپين سرې ميرمن ژاړي راته يې وويل مه ځه ما هم همدا خبره ورته تکرار کړه هغې په ژړغوني اواز راته د هو سر و ښوراوه خوشاله شوم راستون شوم راته يې وويل ته چې ځې دغه پيسې دې صرف د يوې مياشتې مصرف پوره کوي خو زه هر څه دلته وړيا درکوم هغه پيسې هم درنه نه غواړم.  ما يې خبره ورلنډه کړه چې بس له تا نه ځم، هغې راته وويل سبا ماسپښين پيسې درته را اخلم زما د فکر لپاره يې عریضه وليکله، متن يې برابر کړ سبا شو هر کله چې ماسپښين شو  ماته يې د پيسو پاکټ راکړ په داسې حال کې چې دې ژړل  ما ورته په خندا وويل ولې ژاړې؟ هغه راته وويل هسې. ما بيا بيا ويل چې څنګه شوه راته دې واخیستې کنه؟ هغې وروسته راته وويل: زه ستاسو احساس ته ژاړم  چې تاسې ملي ګټې نه پيژنئ صرف شخصي ګټې پيژنئ. ما بيا ورته وويل په تا خو مې هم خيانت وکړ، مخ يې راواړاوه، ويې ويل چې زه خو ستاسو په شان نه يم  دا خو ته زما د کوره ځې، که چيرې دغه هېواد هم پريږدې بيا به هم زه دغه خيانت ونه کړم، ما له تاسره لس ورځې بحث د دې دپاره نه و چې ما تاته پيسې نه درکولې بلکې زما د تقاعد پيسې نه وې راغلې اوس هغه راته راغلې هغه مې درکړې. دا د دولت نه  زما شخصي پيسې دي.

One thought on “وطني احساس / نقيب الله سيال ”
  1. سیال صاحب !
    داسی احساس ته چه یو متمدن او مهذب انسان یی لری ټول انسانیت ورته اړ دی بیا خصوصا زموږ عالی مقام !!! حکام.
    موږ که اسلامی تربیت ژوندی ساتلی وای تردی هم باید لوړ وای ، خو له چا یی زده کړو ؟
    زما په وطن ،ملت او دین مینو وروڼو غږ دی چه همداسی نوری عملی نمونی د آنحضرت صلی الله علیه و سلم ،اصحاب رضی الله عنهم او د سلف صالح د ژوند ، حکومت او معاملاتو را وړاندی کړی چه سخته غریبی ده او اصلا بدبخته او ناولی غریبی همدا ده او بیا بالاخص د ۵۰٪ حکامو غریبی ډیره شرموونکی او د ژړا وړ ده چه هیڅکله زما د مؤمنو وطنوالو حقوق او خدمت نشی ادا کولی او ناراستی یی انسانیت ته لوی شرم ګرځیدلی او متأسفانه چه د خدمت او اخوت حلاوت یی ندی څکلی !!! خدای رب العزت دی په مفسدینو او ظالمانو اور ولګوی او خپل بهترین بندګان دی په ټول عالم اسلام او خصوصا افغانستان کی حاکم وګرځوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *