د واده په مراسمو کې د مخالفینو له لوري د را توغول شوي هاوان د لګېدو له امله اووه تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېر ماښام د الینګار په استقامت د مرکز اړوند د دادو کلا په سیمه کې په یو کور کې چې د واده مراسمو روان ول د مخالفینو له لوري د هاوان را توغول شوې مرمۍ لګېدلې چې له امله یې یوه اووه کلنه انجلۍ په شهادت رسېدلې، درې کوچنیان او درې لویان نور په کې زخمیان شوي دي.
زخمیان دا مهال ټول د مهترلام په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي، چې د روغتون د ډاکترانو په وینا د زخمیان روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي په یادې پېښې د ژور خفګان په څرګندولو سربېره د مخالفو وسلوالو دغه غیر اسلامي او غیر انساني عمل، چې همېشه هڅه کوي بې ګناه انسانان په نښه کړي په کلکه غندي او د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوي.
ښاغلي نعیمي د مهترلام ولایتي روغتون مسولینو او د عامې روغتیا رئیس ته جدي لارښوونه کړې څو د یادې پېښې د زخمیانو په درملنه کې له پوره دقت څخه کار واخلي.
بل لور ته نن سهار د اووه بجو په شا و خوا کې د دولت شاه ولسوالۍ د کندا کوري په سیمه کې د سړک د غاړې یو ماین انفجار کړی، چې یو تن محلي پولیس په کې په شهادت رسېدلی دی.
۵ /  ۹ / ۱۳۹۵
د لغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *