د پاکستان پوځ وايي، نن سهار د مومند ایجنسۍ په مرکز غلنۍ کې په انتحاري حملو کې ۲ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي دي.
طالبان وايي چې مشران یې په وروستیو کې افغانستان ته لېږدېدلي څو له خپلو پلویانو سره د هغو سیمو په ساتنه کې مرسته وکړي چې په تېر دوبي کې یې نیولي دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس ته د طالبانو د رسمي ویاند په شمول څو سرچینو ویلي چې د طالبانو مشران له پاکستانه افغانستان ته تللي دي.
خو د افغانستان حکومت وايي، استخباراتي سرچینې دا ادعا نه تاییدوي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز، چې د کار دوره یې پای ته رسېدلې، نن د افغانستان اجرايي رييس ته ټېلفون وکړ او د دوو هیوادونو پر اړیکو یې خبرې وکړې.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د دوو هیوادونو پر اړیکو او سیمه ییزو حالاتو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې، چې نن د تلپاتې نړیوال ترانسپورت کنفرانس په څنډه کې وشوه، نوازشریف وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي ځکه چې د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده.
د کیوبا انقلابي مشر فیډل کاسترو چې نژدې نیمه پیړۍ یې په کیوبا کې د کمونستي حکومت مشري وکړه، د نوي کلنو په عمر ومړ.
د کاسترو ورور د کیوبا ولسمشر راهول کاسترو د خپل هیواد په ملي تلویزیون کې اعلان وکړ چې د کیوبا د انقلاب اعلی سرقوماندان د نومبر په پنځه ویشتمه د شپې په لسو بجو او نهه ویشت دقیقو ساه ورکړه.