بدلون
د عقرب ۲۴- مه د کتاب، ۲۶- مه یې د زغم او ۲۹- مه یې هم د کوشنیانو نړیواله ورځ ده؛ موږ د دې درو ورځو د یادونې و لمانځنې په ترڅ کې، دا یو غوره فرصت ګڼو چې د دې درو انسانیترینو پدیدو په باب، له کتاب، زغم او کوشنیانو له حقونو نااشنا وطنوالو سره د زړه خواله وکړو؛ ګوندې وي چې د دغو درو ورکو په را پیدا کولو او په افغاني فرهنګ کې یې د ځاي پر ځای کولو په پایله کې، له ټولو هغو ټولنیزو ناخوالو څخه د ژغورنې لار په خوله ور کړو چې دا مهال یې د انساني ژوندانه له هغو لومړنیو رنګینیو څخه هم محروم کړي یو.
کتاب:
که څه هم د پخوا په پرتله، دا وخت په افغانستان کې د کتاب چاپولو او خپراوي بازار ګرم دی، خو بیا هم له دې اړخه، له خپلو ګاونډیو سره د مقایسې وړ نه یو؛ دلته یو څو ستونزمنو ټکو ته اشاره کوو:
یو- په افغاني ټولنه کې د کتاب لوستو فرهنګ عام نه دی، هغه چې څه ناڅه لوستل کیږي نو یوازې په لویو ښارو پورې اړونده خبره ده؛ د افغانستان د نفوس زیاته برخه په کلیوالو سیمو کې مېشته ده او د کتاب مطالعه خو څه کوې چې ساده سواد هم نه لري.
دوه- د ښاري سیمو لپاره هم د داسې کتابو تولید ډېر لږ دی چې په جمعي ذهن کې دې د بدلون باعث شي؛ یا بې کیفیته و بې تاثیره کتابونه ډېر چاپیږي او یاهم داسې غیر علمي کتابونه، هم دننه په افغانستان کې خپریږي او هم یې زیاته برخه له ګاونډیو هیوادو را واردیږي چې د ګټې پر ځای یې ضرر څو چنده زیات دی؛ دا داسې کتابونه دي چې د دین او مذهب په نوم اسرائلیات او خرافات پاشي او زموږ د تنکي نسل نازک ذهنونه د افراطیت و تاوتریخوالي په زهرو ور مسموموي.
درې- زموږ په تعلیمي و تحصیلي نظام کې د آزادې مطالعې اصل اصلاً شته نه، یو محصل چې کله مثلاً، له ادبیاتو پوهنځي فارغیږي نو د خپل مونوګراف لپاره خو اول ډېر اسانه و شناخته ماخذونه هم نه شي په نښه کولای؛ چې کله یې کوم بل څوک ور وښیي په پیدا کولو پسې یې زاره چاودي وي او چې د زړه په خوږ یې پیدا کړي نو بیا یې د استفادې په چل بېخي سر نه خلاصیږي؛ د دې علت دا دی چې دوی د استادانو له زړوـ ورستو او بې کیفیته چپټرو پرته، د کتاب په نوم، له بل څه سره آشنایي نه لري؛ د تحصیلي نظام د دغسې یوه سیسټم له محصوله به د نوښتو او پرمختګو څه هیله ولرلای شو؟ او دا چې دا چې نه د کشف او نه هم اختراع تاریخ لرو، لامل یې دغسې یوه له کتابه پردۍ روحیه ده.
څلور- دې مقولې نور خپل منطق بایللی چې- هر کتاب په یووار لوستو ارزي- نن هر کتاب په یو ځل لوستو نه ارزي او یوازې هغه کتاب د لوست وړ دی چې علمي و ګټور وي او د انسان په مغز کې د انقلابو څپې راپورته کړای شي؛ د جهالت او پسماندګۍ له تورتمه یې د پرمختیا و ابتکاراتو پر روښان واټ ور برابر کړای شي.
کوشنیان:
هماغسې، لکه افغانستان چې له هراړخیزو بدمرغیو سره خپړې لګوي نو که یې یوازې د افغاني کوشنیانو د زړه خوړونکي وضعیت په باب بحث کوو، کتابونه- ګتابونه کار په کار دی؛ دا چې څنګه اول زموږ د ناوړه دود پر اساس ډېر اولادونه زېږول یو لوی د سرلوړۍ ارزښت دی؛ د دغو اولادو تعلیم تربیې ته نه پاملرنه بل غټ غم دی؛ وهل و رټل یې الایده غځېدلې غمیزه ده؛ د ژوند له ضروري نعمتو محرومیت یې جلا فاجعه ده؛ په جنګو کې د بېسارې قربانۍ خبرونه یې ځانته دوک و درد دی او… دا ټول د پراخو څېړنو سرلیکونه دي چې تر سره کول یې د رسالتمنو پوهانو ملي فریضه ده؛ موږ به یې دلته یوازې له کتاب او زغم سره اړوند اړخ ته در سره تم شو.
ټیک، لکه د لویانو د مغز لپاره چې کتاب یوه ژوند بخښونکې غذا ده نو د کوشنیانو لپاره یې ضرورت تر هغه هم پسې زیات دی، ځکه ماشوم باید له همدې کوشنیوالې د کتاب له لوست سره روږد کړه شي، خو خوابدې دا چې، موږ د وړو د ادبیاتو او کتابو له اړخه هم یوه فلج اجتماع یو؛ اما ښه خبر دا دی چې په دې وروستیو وختو کې دې خوا ته توجه یو څه ډېره شوې او یو شمېر د کوشنیانو د سویې مطابق کتابونه (د ځینو نیمګړتیاوو په قید سره) خپریږي.
که موږ د خپلو اولادو راتلونکې روښانه غواړو نو باید دوی د ښوونې و روزنې تر څنګ، د خوندورو و ګټورو کتابو له لوست هم سره آشنا کړو؛ نوې څېړنې ښیي، په هغو کورنیو کې چې کتابتونونه وي نو د ماشومانو ذهني وده یې تر بې کتابه کورو څو ځلي زیاته وي، ځکه ټینګار کیږي چې په افغاني کورنیو کې د کتابتونو جوړولو فرهنګ رامنځته شي؛ کېدای شي چې ځینې کورنۍ مو د مطالعې عادت و نه لري یا لوستي و نه اوسي خو دوی باید د خپل نوی نسل د سرلوړې او هوسا راتلونکې په موخه خپل کورنی محیط د کتاب په چاپېریال بدل کاندي.
زغم:
وروستۍ ټولنپوهنیزې څېړنې را زده کوي چې د یوې بشري ټولنې د پرمختګ او تمدن راز، د هغې د زغم په عالي کلتور کې نغښتی دی؛ هغه ټولنې چې زیږې، مورچکي او تاوتریخجني وي، نو د هیڅډول اجتماعي برمختګو چانس نه شي لرلای، چې تر ټولو ښکاره بېلګه یې زموږ افغاني ټولنه ده؛ هره ورځ سرونه جګ وړو او اورو یې چې افغانان ډېر زیږه خلک دي او خپل دا زیږتوب خپله یوه مثبته ځانګړنه ګڼو، په ویاړو او د «څه دې کول چې پلار و نیکه دې کول» متل په مصداق، د خپلو زیږو و خشنو اسلافو له سپېرې او دوړنې لارې څخه اوښتونکي نه یو؛ که څوک وایي چې زه اسمان یم نو موږ یې پر سر اسمان یو، ځکه موږ د سر له پاسه سر او پر خپل سر اسمان نه شو منلای او کږې خولې په سوک سموو؛ که مو څوک په نوک وهي نو که رشتیا د خپل پلار زامن یو، باید په سوک یې ووهو او د هیجا د تېرې خبرې پور پر ځان پرېنږدواو ….
نو یا به د پلار و نیکه پر متشدده لار یون ته دوام ورکوو او هيڅکله به د ښې ورځې خاوندان کیږو نه، یا به د خپلې زمانې په تقاضا، د زغم په صورت کې، د انسانیت، ورورۍ، نرمۍ، او هراړخیزو پرمختګو پر نوو و رڼو لارو همږغی حرکت کوو؛ ښایي د یوویشتمې پېړۍ په برېښنایي و انټرنیټي دوران کې نور نو یو داسې وروست او له موډه لوېدلی ذهن هم پیدا نه شي چې پر پرونیو دوړنو، کنډوکپر او کږو- وږو مسیرو دې بې فایدې تګ ته دوام ور کړای شي.
چې داسې ده نو اول باید پر همدغه موقع کلکه ژمنه وکړو چې په خپلو کورو کې به د وس تر بریده کتابتونونه جوړوو، خیر دی که محدود وي خو چې لوڼې و زامن مو د کتاب په چاپېرچل کې د انساني ژوندانه تنفس وکړي؛ له دې سره به مو په ټولنه کې د غوره کتابو راټولولو او دقیقې لوستنې فرهنګ عام شي او چې د نوو علمي کتابو لوست مو د ژوند حتمې برخه وګرځېده نو بیا همدا کتاب د زغم ارزښت او په خپل روان کې یې د پرورښت چل هم راښيي.
سرليکنه/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۵۱ سمه / پرلپسي ۱۰۳ مه ګڼه/چهارشنبه/ عقرب/۲۶/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *