تېره اونۍ کابل ته د یوې تازه راکوچېدلې کورنۍ پوښتنې ته ورغلم. د دې کورنۍ غړیو یو وخت په افغانستان کې نوم او ثروت درلود خو په تېره نیمه پیړۍ کې قدرت، ثروت او شهرت ورسره وار په وار خدای پاماني وکړه. ځینې کسان يې اروپا او امریکا ته لاړل او په نوي ماحول کې یې د کورنۍ له زړې تاریخچې سره دلچسپي کمه شوه خو په وطن کې پاتې غړي یې د خپلو نیکونو خاطرو ته اهمیت ورکوي.
زه چې د چا پوښتنې ته لاړم په یوه خامه کرایي کور کې اوسي. د کور وسایل قیمتي نه وو ، البته نظم او پاکي ته توجه نه وه هیره شوې. د مېلمنو په خونه کې د کورنۍ د مشرانو عکسونه ځوړند وو. دغه مشران نیمه پیړۍ پخوا او تر هغه له مخه په وطن کې ډیرو خلکو پیژندل. کوربه چې د ببرک کارمل په وخت کې له کابله وتلی و، راته وویل: اوس څوک نه دي پاتې ، په هغه وخت کې لا ځینې کسان ژوندي وو…
هغه کورنۍ چې د سلطنت په زمانه کې په قدرت کې شریکې وې د ثور له کودتا وروسته وځبل شوې. د دوی ځینې غړي چې په کابل کې پاتې شول، له یو بل سره یې خواخوږي لرله. زما کوربه هم دغسې څوک و. دی په کابل کې د نولس سوه اتیایمو کلونو په لومړۍ نیمه کې، هره اونۍ د ډاکتر عمر وردګ پوښتنې ته ورته.
کوربه اوس څوک نه وو موندلي چې ملاقات ته یې ورشي خو شهدای صالحین او عاشقانو، عارفانو ته تللی و او د ظاهر شاه د سلطنت د زمانې د ځینو مشهورو کسانو قبرونو ته یې د دعا لاسونه اوچت کړي وو.
هدیرو ته د تلو خبرې یې په پیښور کې یوه پخوانۍ کورنۍ رایاده کړه. د دې کورنۍ په مشرانو کې د پاکستان د جنرال یحیی خان په شمول چې په ۱۹۶۹ کې جمهور رییس شو، د انګریزانو د راج د زمانې څو کسه عالي رتبه منصبداران شامل وو.
د دې کورنۍ یو سپین ږیری چې د پیښور په رساله دار کوڅه کې اوسېده، ما په نولس سوه اتیایمو کلونو کې وپیژاند. دی به په اونۍ کې یوځل د پیښور ګنج بازار ته نژدې یوې کوچینۍ هدیرې ته ته چې د جنرال یحیی خان قبر او د خپلې کورنۍ د نورو کسانو قبرونو ته د دعا لاسونه اوچت کړي.
زما کوربه او هغه د پیښور اشنا دواړو ته ماضي نه یوازې شیرینه بلکې سمه او برحقه ښکارېده. د پیښور د رساله دار د کوڅې اشنا به ویل چې یحیی خان لومړی کس و چې په پاکستان کې یې ازاد او عادلانه انتخابات وکړل. البته ده د اکثرو کسانو غوندې د حقیقت نیمه خوا لیدله او مثلا دې حقیقت ته یې هیڅ وخت اشاره نه کوله چې پاکستاني پوځ د یحیی خان د قدرت په زمانه کې د شرقي پاکستان په لکونو اوسېدونکي قتل عام کړل.
ده یوه ورځ د خپل کور د سالون دیوال ته لاس ونیو، د خپل یوه نیکه عکس یې راوښود، ویې ویل: دوی په ډیر زحمت سره یوه مقام ته رسېدل.
نیکه یې په دنګ آس باندې سپور و، نظامي جامې یې اغوستې وې، ارام او مغرور ښکارېده. عکس د شلمې پیړۍ په لومړیو لسیزو کې په ډیلي کې اخیستل شوی و.
د رساله دار د کوڅې اشنا مې شتمن نه و خو د کور وسایل یې پاک او منظم وو. کور یې د پیښور د پخوانۍ معماري یو یادګار و. په دغسې ودانیو کې له کانکریټو استفاده نه کیږي او برعکس لرګي پکې ډیر استعمالیږي.
زما د اشنا د کور ودانۍ د شلمې پیړۍ په څلویښتمو کلونو کې جوړه شوې وه. د هنرمنو ترکاڼانو په لاس تراشل شوې کړکۍ او دروازې، د دنګو کوټو د منځ تت سیوري او په تاوده پیښور کې د دغو کوټو نسبتا یخې هوا به یو بل ته لاسونه سره ورکړل او ګومان به دې وشو چې په چوکاټونو کې د ایسارو پخوانو عکسونو څښتنان په رښتیا له یوې جنتي زمانې سره تعلق لري.
د کورنۍ دوه، درې نسله چې شتمن واوسي، ممکن د کلتور نوې مرحلې ته داخل شي. اطو کړی لباس، د میلمه عزت، د وسایلو پاکوالی او د مودبانه خبرو یو طرز په دې کلتور کې شامل وي.
په اروپا کې د کلتوري پرمختګ د راز په باره کې مختلف دلایل وړاندې شوې دي. یو دلیل دا وړاندې کیږي چې اروپایانو یوازې مشر اولاد ته جایداد پریښوده. د دې نتیجه دا وه چې ځینې کورنۍ تر ډیرو پورې ان تر یوې پیړۍ یا ډیرې مودې پورې شتمنې پاتیدلې او دې شي د عالي کلتور په ایجاد کې مرسته کوله.
زموږ په ټولنو کې چې ډیر ثروت ډیر ځله د دوامدار زیار نه بلکې لنډې مودې غیرقانوني هڅو په نتیجه کې راټولیږي، شتمن ممکن د پیسو د بربادولو پروا ونه ساتي او بلکې لازمه وګڼي چې د ناروا ګټو له کبله برباد شوی عزت د پیسو د بې دریغه مصرف په مټ بیا وګتي. دا امکان ډیر دی چې د دغو کورنیو غړي مخکې تر دې چې اشرافي کلتور خپل کړي، بې وسه شي.
ځینې کسان د عالي کلتور او اشرافیت په رابطې باور نه کوي او وایي چې دا هسې طبقاتي امتیاز طلبۍ دي، مګر حقیقت دا دی چې مادي امکانات د معنوي کلتور په پیدا کېدو کې برخه لري. د ظرافت او ادب یوې مرحلې ته رسېدل وخت غواړي او یو څه آسوده ګي ورته پکار ده.
صایب اصفهاني وایي هغوی چې په نیکونو باندې فخر کوي، د سپیو غوندې دي چې هډوکو ته خوشحالیږي. دا ډیره تونده تبصره ده مګر داسې مثالونه کم نه دي چې په مشرانو باندې فخر د بې ځایه غرور، لټي او کلانکاري مرضونه پیدا کړي دي.
هغه کورنۍ چې د نیکونو نوم یې اصلي سرمایه ده، ممکن د غړیو زړونه یې مات او روحیه یې مړاوې وي. دوی په ماضي کې اوسي او احساس کوي چې اوسنۍ زمانه سپکه او بې مزې ده.
د فرهنګ او ادب په برخه کې ځینې مطالعات ښیي چې ملتونه ممکن د اقتصادي اوج په زمانه کې کلتوري ودې ته چندان پام ونه کړي خو چې په مادي لحاظ یو څه کمزوري شي، کلتوري وده ورته مهمه وګرځي. داسې ځکه کیږي چې په معنوي کمال باندې د مادي زوال هېرول غواړي.
د شتمنو کورنیو دویم یا دریم نسل شاید هنر او ادب ته مخه کړي. چېرته مې لوستي وو چې اول نسل ثروت راټول کړي، دویم عیاشي ورباندې وکړي، دریم هنر ته مخ واړوي او څلورم د بېوزلۍ په بلا ګرفتار شي.
د نیکونو د ویاړ له خاطرو سره اوسېدل که له یوې خوا د کورنۍ غړي په کاذب غرور مبتلا کوي، له بلې خوا مرسته ورسره کوي چې د بیا مهم کیدلو هڅه وکړي. زه په افغانستان کې ځینې کسان پيژنم چې سل کاله پخوا یا تر هغې هم مخکې یې په کورنۍ کې لوی کس تیر شوی و او دوی د هغه له شخصیته دا الهام اخیستی دی چې یو ځل بیا وځلیږي.
د کورنۍ په اهمیت باندې ډېره تکیه کول، متضادې نتیجې لرلای شي. د دغسې کورنیو غړي ځانونه حقداره وبولي، د نوم ګټلو ضرورت چندان نه احساسوي او داسې ګڼي چې تر نورو بر دي. دغه حالات د روحي مړاویتوب، بدبیني، حسادت او لټي باعث ګرځي. البته داسې هم کیږي چې د کورنۍ د تاریخچې په اهمیت باندې ټینګار د کورنۍ د غړیو پر سلوک مثبت اثر واچوي. ادب او نزاکت ته یې توجه زیاته کړي، د مشرانو د نوم د ساتلو په خاطر یې له بدو چارو راوګرځوي او دا الهام ورکړي چې د خپلو نیکونو غوندې لوی کسان ورڅخه جوړېدای شي.
د کورنۍ تاریخچه د ملتونو له تاریخ سره پرتله کولای شو. هغه ملتونه چې اوږد او پرتمین تاریخ لري، تاریخ ورته د ډاډ او الهام په ذریعې بدلیږي، په ځان باور یې زیاتیږي او له تېرو تجربو زده کړه ورته اسانیږي.
البته، د دې برعکس استدلال هم شوی دی. ویل کیږي چې د امریکا د چټکې ودې یو علت دا و چې د ماضي ځولنې یې په پښو کې نه وې او د خپلو ستونزو د غوڅولو لپاره فیصلې یې د پرونیو روایاتو په سیوري کې نه بلکې د نننیو واقعیتونو په رڼا کې وکړې.
که بیرته د کورنیو پرتمینې تاریخچې ته راشو نو زما په ګومان دوو ټکو ته پام پکار دی:
هغه کورنۍ چې په خپل ماضي باندې ډیر حساب کوي، د دې تکیې د مثبتو نتیجو تر څنګ ورته لازمه ده چې د منفي نتیجو خطر له پامه ونه غورځوي.
بله دا چې خپل نوي غړي او ماشومان باید پریږدي چې د خپلو وړتیاوو او غوښتنو مطابق ژوند وکړي. د سارتر په شمول ګڼو مفکرانو ویلي دي چې ژوند هغه وخت معنا مومي چې وګړی په خپله خوښه د خپل ژوند مقصدونه انتخاب کړي. هغوی چې په نورو پسې روان وي او په پټو سترګو ژوند کوي، ژوند به وکړي خو معنا به پکې ونه مومي.
د هرې کورنۍ د پرمختګ د دوام لپاره ضروري ده چې خپلو کشرانو ته د انتخاب حق ومني او دلته چې دا خبره د تاریخچه لرونکو کورنیو په اړه کوم وجه یې دا ده چې دوی شاید کشرانو ته د انتخاب د حق نه ورکولو اشتباه زیاته وکړي. دوی ته چې د خپلو نیکونو ژوند ایډیال ښکاري، له کشرانو ممکن په ټینګه وغواړي چې د هغوی په پل، پل کیږدي.
زما هغه د پیښور اشنا خپل زوی پوځي کالج ته واستاوه او زوی یې هلته ناکام شو. پلارغوښتل چې د نیکونو تاریخ ژوندی کړي او دې ته یې پام نه و چې هر ازاد انسان یو بیل تاریخ جوړولای شي.