کاسترو - کیوبا

تاند- په کیوبا کې به د دې هېواد د انقلابي مشر فیډل کاسټرو د مړینې د وېر په مناسبت په کیوبا کې ۹ ورځې ماتم وي.

د کاسترو ورور او د کیوبا اوسني ولسمشر راول کاسټرو د فیډل کاسټرو د مړینې خبر نن پر دولتي تلویزیون اعلان کړ.

د کیوبا ولسمشر چې شین پوځي یونیفورم یې اغوستی و، د هېواد په دولتي ټلویزیون اعلان وکړ چې د کیوبا د انقلاب مشر فیډل کاسټرو د جمعې ورځې په ماخوستن مړ شو.

د کیوبا ولسمشر راول کاسټرو که څه هم د فیډل کاسټرو د مړینې د علت په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې نوموړی به له خپل وصیت سره سم نن /شنبه/ وسوځول شي.

فیدل کاسترو، چې د کولمو په یوې ناروغۍ اخته و، د ۲۰۰۶ میلادي کال په جولای میاشت کې په موقته توګه له واکه لېرې شو.

په ۲۰۰۸ میلادي کال کې یې بیا په رسمي توګه واک خپل ورور راول کاسټرو ته وسپاره.

کاسترو د کیوبا پر ټاپو د یو ګوند د حکومت په توګه اووه څلوېښت کاله واکمني وکړه.

د کیوبا انقلابي مشر په وروستیو کلونو په عامه محضر کې نه څرګندېده، خو د کیوبا دولتي رسنیو ته یې تبصرې لیکلي.

نوموړي د وروستي ځل لپاره د کیوبا د کمونیست ګوند په کنګره کې راڅرګند شوی و.

ګومان نه کېږي چې د کاسټرو مړینه به کیوبا کې کړکېچ رامنځته کړي.

ځکه د نوموړي ورور راول کاسټرو په وروستۍ لسیزه کې پر واک منګولې ټینګې کړي دي.

راول کاسټرو ژمنه کړې چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به چې د واک دوره یې پای ته رسېږي واک خوشې کړي.

ده مرستیال ولسمشر میګول ډیاز کانیل خپل ځای ناستی نومولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *