د میدان وردک اوسېدونکي وايي چې د شنبې په سهار په دغه ولایت کې وسله والو داعشیانو د طالبانو پر قوماندانانو برید وکړ.

په دغو عملیاتو کې، چې د وردګ په اونخي سیمه کې وشول، د سیمې د اوسیدونکو په وینا د طالبانو دوه سیمه ییز قوماندانان ‌‌‌‌‌‌ډاکتر میرویس او حمید وژل شوي دي.

خو ځیني نور د طالبانو د قوماندانانو وژنه مرموزه بولي.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې په وردګو کې د داعش دا‌‌‌‌‌‌ ډول وژنو د طالبانو په لیکو کې ګډوډي رامنځته کړې ده او په سیمه کې یې د لا زیاتو ګډوډیو او نا امنیو نښنې را څرګندې کړې دي.

د طالبانو ډلې تر دې دمه په دې هکله څه نه دي ویلي.

دا په وردګ ولایت کې د طالبانو پر خلاف د داعش لومړني عملیات بلل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *