لیکوال محمداکبر حقمل
بریا ته تر ټولو لنډ پېژند یا تعریف چې ورکولای شو هغه دا دی، چې؛ بریا د یو څه په تر لاسه کولو او یا د یو څه د غوره او مثبتې پایلې په تر لاسه کولو بریالي کېدو ته بریا وايي. اصلاً بریا هغه بریا ده، چې زموږ په زړه جوړه وي هغه که کوچنۍ وي او یا که لویه یعنې یواځینی شرط یې زموږ لېوالتیا ده. بریا تر لاسه کول آسانه خبره هم ده او آسانه خبره هم نه ده یعنې آسانوالی او ستونزمنوالی یې په ترلاسه کوونکو پورې اړوندېږي. که چېرې یو کس د خپلې بریا د ترلاسه کولو په لټه کې وي او غوره مثبت احساس ولري، د غوره مهالوېش له مخې کار وکړي او په هېڅ اړین کار باندې سپما ونه کړي نو د دې کس بریالي کېدل یا خپلې ټاکلې موخې ته رسېدل به  ناشوني نه وي یعنې حتماً به بریا ته رسېږي. که چېرې یو کس د یو څه د تر لاسه کولو په لټه کې وي او غوره، ښه او مثبت احساس ونه لري، د کار کولو لپاره د اړتیا سره سم مهالوېش ونه لري او اړین کارونه ترې پاتې شي یعنې ټول اړوند اړین کارونه په غوره توګه او په خپل وخت سرته ونه رسوي، نو څرګنده خبره ده، چې د ده بریا به شونې نه وي او په دې ډول به هېڅ کله بریالی نه شي. د بریالیو کسانو د بریا راز په دې کې دی، چې دوی خپلې موخې ټاکي او د موخو له ټاکلو وروسته موخو ته د رسېدو په موخه مهالوېش جوړوي، تل داسې کار کوي، چې هېڅ اړین کارونه ترې پاتې نه وي یعنې ټول اړین او ارزښتمن کارونه د خپل جوړ کړي مهالوېش له مخې په غوره توګه تر سره کوي او تر هغه مهاله کار کوي او ماتې نه مني تر څو بریا ته یې ځان نه وي رسولی. په ژوند کې د بریاليو او نابریالیو کسانو توپیر  یواځې په دې کې دی، چې بریالي کسان ژر ماتې نه مني او نا بریالي کسان ژر ماتې مني. محمداکبر حقمل M Akbar Haqmal

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *