تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د ننګرهار چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې تر ۱۰ زره ډېر چاودېدونکي مواد نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت نن /یکشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا مواد افغان پولیسو په تورخم کې کشف کړل.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې چاودېدونکي مواد په یوه لارۍ کې پټ کړای شوي و او په تړاو یې دوه پاکستانیان نیول شوي دي.

په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو سختدریځه ډله زیاته فعاله ده. په وروستیو ورځو کې په جلال اباد کې څو چاودنې وشوې.

د جلال اباد ښار په درو پر له پسې چاودنو کې، چې دوې ورځې وړاندې وشوې، ۶ تنه ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول.

2 thoughts on “افغان پولیسو په تورخم کې ۱۰ ټنه چاودېدونکي مواد له ۲ پاکستانیانو سره ونیول”
  1. داسې معنا لري لکه چې له یو بل کس څخه چاړه را اخلم او خپل ورور پرې وژنم، حال داچې د هغه کس نه زه خوښ یم او نه یې هم زما ورور

  2. صرف 500 کیلوگرامه دهمدغو پاکستانیانودپاره کافی دی چی دموادو کیفیت معلوم شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *