تاند- د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نویو ټاکل شویو غړیو نن /یکشنبه/ نجیب الله احمدزی د رييس او وسیمه بادغیسي د مرستیالې په توګه وټاکل.
د دغه کمیسیون په داخلي انتخاباتو کې همداراز عبداقادر قریشي د اداري مرستیال او ګلا جان بدیع د کمیسیون د منشي او ویندوی په توګه ګومارل شوي دي.
نجیب الله احمدزی، وسیمه بادغیسي، ملیحه حسن، رفېع الله بېدار او معاذالله دولتي ۵ ورځې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د غړیو په توګه وګومارل شول.
مخکې ویل شوي و چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون به هم نن خپل اداري پلاوی وټاکي خو دې کمیسیون نن دا کار ونه کړ.