د غزني امنیه قوماندان امین الله امرخېل وايي، پولیسو په دغه ولایت کې د جعلکارانو او ورانکارو یوه ۸ کسیزه ډله نیولې ده.

د قوماندان امرخېل په وینا دې ډلې جعلي اسناد جوړول او د جعلي دولتي اسنادو او استعلامونو په وسیله یې ځوانان او ښځې احضارول او جنسي تېری یې پرې کاوه.


کلیوال ادبي ملګري ټولنې، چې په غزني ولایت کې کلتوري – ادبي فعالیتونه کوي، وايي چې د غزني د امنیه قوماندان د وروستیو څرګندونو خلاف به لوړو مراجعو ته شکایت وکړي.

د غزنی امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل دا ټولنه د دولت له وسله والو مخالفانو سره په لاس لرلو تورنه کړې ده.


د ګورجستان ولسمشرګیورګي مارګویلاش ویلي د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې وویل چې هیواد یې له افغانستان سره د سوداګري اړیکو د پراختیا او اقتصادی منجمینټ په برخو کې همکاري کوي.


د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نویو ټاکل شویو غړیو نن /یکشنبه/ نجیب الله احمدزی د رييس او وسیمه بادغیسي د مرستیالې په توګه وټاکل.


ځیني راپورونه وايي، د خلق د دیموکراتیک جمهوریت د وخت د اکسا یا استخباراتو رييس اسد الله سروري له څو لسیزې بنده وروسته خوشي شو.


د غور ولایتي اداره وايي، ۶ سرتېري چې ۲۱ ورځې وړاندې داعشیانو تښتولي ول، د قومي مشرانو په منځګړتوب خوشي شول.

ویل شوي چې دا کسانو ۲ اوونۍ وړاندې په نهر کوهي سیمه کې د داعش ډلې برمته کړي ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *