ننګرهار والي مېرمنو او ناروغانو ته د پاسپورټ په ورکړه کې د لومړيتوب لارښوونه وکړه.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لړم په اوومه پاسپورټ امريت کې مسئولينو ته د يو شمېر سپارښتنو ترڅنګ لارښوونه وکړه، چې د پاسپورټ په ورکړه کې مېرمنو او ناروغانو ته لومړيتوب ورکړي.

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پاسپورټ امريت کې د يو شمېر مراجعينو ستونزې واورېدې او شکايت يې درلود، چې له کابل څخه يې پاسپورټ په ځنډ سربيره نيمګړتياو سره راځي.

په همدې حال کې ځينو پاسپورت اخيستونکو ياد مسئولينو څخه خوښي څرګنده کړه، چې تر ناوخته پورې خلکو کارونه خلاصوي.

سلاکار وزير او ننګرهار والي د پاسپورټ مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د پاسپورټ اخيستلو په پروسه کې ښځینه و او ناروغانو ته لومړيتوب ورکړي او همدا راز يې امنې قوماندان ته لارښوونه وکړه، چې د پاسپورټ مامورينو لپاره يو بل پراخه ځای پيدا کړي.

ننګرهار والي دغه راز مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د پاسپورټ اخيستونکو کارونه پرته له ځنډ او فساده ژر خلاص کړي.

نوموړي مراجعينو ته د ناستې ځای برابرولو، پاکو ابو، تشنابونو او يو شمېر نورو برخو کې د سهولتونو برابرولو لارښوونه وکړه.

د پاسپورټ امر محمد عثمان نورستاني وويل، چې که د پاسپورټ امريت لپاره يو پراخه ځای ورکړل شي او همدا راز د پاسپورت اخيستلو تخنيکي او کمپيوټري وسايل ننګرهار امنې قوماندانۍ ته په واک کې ورکړل شي شته ستونزو کې به کموالی راشي.

ده ډاډ څرګند کړ، چې په شل ورځو کې پاسپورټونه د کابل څخه راځي؛ خو ځينې د تخنيکي ستونزو له امله يو څه ځنډ سره مخ کيږي.

په همدې حال کې سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ننګرهار امنې قوماندان مل پاسوال سيد ګل اقا روحاني د جنايي، کشفي او يو شمېر نورو ادارو مشرانو سره ځانګړې ناسته وکړه.

د ننګرهار امنې قوماندانۍ د لاسته راوړنو او ځينو ستونزو ترڅنګ وړانديزونه هم وکړل.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل امنې قوماندانۍ د کشف، جنايي، تروريزم مديرانو ته سپارښتنه وکړه، چې پدې ولايت کې د مجرمينو، قانون ماتوونکو، اختطافچيانو، نشه يي توکو کاروباريانو جدي مخنيوی وکړي.

ده دغه راز لارښوونه وکړه، چې هر هغه څوک چې د ريکشاو د جوړولو جواز نلري شرکتونه دې وتړي او همدا رنګه د ډاډمن امنيت په موخه دې چيک پواينټونه او سيارې ګزمې تر سره کړي.

د کامې ولسوالۍ اړوند په سنګر سرای سيمه کې په شاوخوا ديرش جريبه ځمکه کې د ځوانانو لپاره د تفريحي پارک د جوړيدو چارې پيل شوې.

د يادې ولسوالۍ مسوولين وايي: د پارک د جوړيدو لومړنۍ چارې د ښاروالۍ او د ځوانانو ټولنه پر مخ وړي.

د کامې ولسوال اسرار الله قاري زاده د دغه پارک د بنسټ اېښودنې پر مهال وويل(( دغه پارک د ځوانانو په غوښتنه جوړيږي ، چې د قانوني مراحلو له طی کولو وروسته به پکې ټولې ورزشي اسانتياوې برابرې شي))

د يادې ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې مشر خان زمان الکوزي له پانګه والو او مرستنديه ادارو غوښتنه وکړه ،چې ددې ولسوالۍ ځوانانو سره د ښوونيزو اسانتياو سربېره په تفريحي او ورزشي برخو کې مرسته وکړي.

په جلال اباد ښارکې دسولې جام ترنامه لاندې د لس لوبډلو ترمنځ دکرکټ شل اوريزې سيالۍ پيل شوې

د دې سياليو ترسره کونکي همايون عمر په وينا پدې سياليوکې دکنړ،کابل اوننګرهار ولايتونو څخه لس لوبډلو ګډون کړی، چې دوه اونۍ به دوام وکړي.

د عمر په خبره هره ورځ دوه سيالۍ دسپين غر په خصوصي لوبغالي کې ترسره کيږي، چې موخه يې پدې ولايت کې دکرکټ لوبې وده ،ځوانان ورزش ته هڅول او د ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ يوالی او دسولې پيغام خلکوته رسول دي.

نوموړي وويل ددې سياليو په لړ کې هجرت کلپ دکنړ ولايت ځلميان کلپ سره د سيالۍ ډګرته ووته او د پچې په ګټلوسره لمړی منډې هجرت کلپ پيل کړې ،

چې په ټاکل شويو اورنوکې يې کنړ ولايت لوبډلې ته د يوسلو پنځوس منډوهدف وټاکه، چې په ځواب کې کونړ ولايت ځلميانو لوبډلې ونه شوکولای ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي او دغه لوبه د شلو منډو په توپير سره د هجرت اخنزاده لوبډلې په ګټه پای ته ورسيده .

دوه وسله وال طالبان ووژل شول او درې ژوندي ونيول شول

د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې دوه تنه طالب وسله وال ووژل شول او د دې ولايت نازيانو ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د تش په نوم ولسوال مرستيال په ګډون درې تنه ژوندي ونيول شول.

د دغه عملياتو پر مهال دوه ميله کلاشنکوف، دوه تومانچې، يو پايه ايکم مخابره، شاژورونه او يو عراده موټر سايکل هم افغان ځواکونو ترلاسه کړي دي.

پولیسو پنځه ديرش کيلو ګرامه هيروين ترلاسه کړل

د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې پوليسو د پلټنې پر مهال په يو عراده کرولا ډوله موټر کې پنځه ديرش کيلوګرامه هيروين له يو تن سره يوځای نيولي دي،

چې د لغمان ولايت الينګار ولسوالۍ څخه يې د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ ته لېږدول.

له نيول شوي تن څخه په امنې قوماندانۍ کې نورې پوښتنې روانې دي.

نږدې لس زره کیلو ګرام کیمیاوي مواد ونیول شول .

ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوتې کې سرحدي پولیسو د پلټنو پر مهال په یو بار وړونکي موټر کې ځای پر ځآی شوي ۹۳۱۰ کیلو ګرامه کیمیاوي مواد کشف او تر لاسه کړي دي .

د امونیم نایټریټ په نوم دغه کیمیاوي مواد د کیلو په یو بار وړونکي موټر کې په ډیر مهارت سره ځآی پر ځای شوي او غوښتل یې چې د تورخم له لارې یې ننګرهار ولایت ته را ولیږدوي،چې د سرحدي پولیسو له لورې د پلټنو پر مهال تېر مازیګر ناوخته تر کشف وروسته ونیول شول.’

په نوي بوریو کې ځای پر ځای شوي دغه کیمیاوي توکو د لیږد په تور یو تن د ایوب به نوم هم نیول شوی دی .

د یادونې وړده،د یادو کیمیاوي توکو څخه په تروریستي بریدونو کې ګټه اخیستل کیږي .

ملي امنيت دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړل

د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د وزيرو په احمد خېلو سيمه کې د ملي امنيت موظفينو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړل.

دغه دوه تنه عطاء الله او مدثر نوميږي او شاوخوا يوه مياشت وړاندې د بهسودو ولسوالۍ اړوند اخندزاده صاحب له سيمې تښتول شوي و.

ياد کسان نن د ليندۍ په اوومه د ملي امنيت موظفينو له لوري د خپلو کورنيو غړو ته وسپارل شول.

ننګرهار والي له UNHABITAT ادارې وغوښتل، چې کډوالو ښارګوټو کې په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل دليندۍ په اوومه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د يوې ناستې په ترڅ کې د يو ان هبيتات ادارې مسئول څخه غوښتنه وکړه، چې د خانکي ښارګوټي کې بېرته را ستنيدونکو کډوالو ته کورونه جوړ کړي.

ښاغلي منګل وويل، چې بېرته راستنيدونکو کډوالو څخه اتيا سلنه يې ننګرهار کې پاتې کيږي، چې له امله يې ولايتي اداره او ښاريان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي.

نوموړي وويل، چې د بېرته راستنيدونکو کډوالو په راتګ سره په دغه ولايت کې د پوهنې، چاپريال ساتنې، روغتيا او ترافيک بهير پر وړاندې ستونزې زياتې شويدي.

ننګرهار والي وويل، چې ولايتي ادارې بېرته راستنيدونکو کډوالو سره لومړنۍ مرستې ترسره کړي او د سرپناه په موخه يې د خانکي په سيمه کې د يو ښارګوټي د سروې او ډېزاين کارونه روان کړي دي.

ده دغه راز وويل، چې د چمتلې او شيخ مصري ښارګوټو غصب شوې ځمکه به هم له غاصبينو څخه په لنډ وخت کې بېرته کډوالو ته وسپاري او د کوټ ولسوالۍ په ګوته شوې ځمکه کې به هم د يو بل ښارګوټي د جوړولو سروې تر سره کړي.

ننګرهار والي د UNHABITAT ادارې څخه وغوښتل، چې د بېرته را ستنيدونکو کډوالو لپاره په ګوته شوي ښار ګوټي کې د شلټرو، پاکو اوبو برابرولو ترڅنګ د جلال اباد ښار دګڼې ګوڼې، روغتيا، پوهنې او چاپريال ساتنې په برخه کې ولايتي ادارې سره مرسته وکړي.

په ننګرهار کې د UNHABITAT ادراې مسئول ډاکتر نعمت الله وويل، چې UNHABITAT اداره له ۱۹۹۲ کال راهيسې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې رغنيزې پروژې تطبيق کړي او اوسمهال هم ځينې پروژې تر لاس لاندې لري.

دوی وويل که ولايتي اداره کډوالو ته ځمکه ورکوي بايد دولتي وي، د طبيعي افتونو څخه خوندي ځای کې وي، اوبه پکې موجودې وي او د بديل معشيت پروګرام پکې تر سره شي.

دوی ډاډ ورکړ، چې د بېرته را ستنيدونکو کډوالو د کورونو په جوړولو او د ښاري ستونزو په حل کې به ولايتي ادارې سره همکاري وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *