په لوګر کې د ځمکو د ادارې د ریاست لپاره د څه کم ۱۶ مېلیونه افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي، وویل، دغه ودانۍ د ځمکو د خپلواکۍ ادارې د ۱۵۶۰۰۰۰۰ افغانیو په لګښت په دریو پوړونو کې جوړېږي، چې چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
فدایي زیاته کړه، په یاده پروژه کې د ځمکو د ادارې د ودانۍ سربېره د دې ودانۍ احاطه، د اوبو ژوره څاه او نور اړین تجهیزات شامل دي، چې ورسره به د ځمکو د ادارې ریاست چارې منظمې او په ښه ډول ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د لوګر د ځمکو اداره د لوګر ولایت مقام په وړاندیز له آمریت څخه ریاست ته ارتقا کړې، چې ورسره سم د دې ریاست تشکیلات زیات او پرته له ځانګړې ودانۍ یې چارې له ستونزو سره مخ وې.
راپور: حکمت الله واقد