محمد ابراهیم سپېڅلی

لومړۍ کوڅه

په شنه یخ کي یو اوږد کتار ښځي، کوچنیان، سپین ږیري او تنکي ځوانان د اوبو لاسي برمې ته ولاړ دي

د مني وروستۍ میاشت، د مازدیګر لمر د غره څوکي ته نژدې سوی دی.

سوړ باد په کتار کي د ولاړو انسانانو انتظار یو په دوه کړی دی.

د اوږده کتار له منځه یو سپین ږیری، چي یخ يې ریږدوي، د اوبو برمې ته پر ولاړ ځوان ږغ وکړه:« هلکو ! لاس ښوروئ ! د مازدیګر لمونځ پر قضاء کیدو دی.»

دسپين ږیري خبرو ته چا غوږ ونه نیوی،  یوازي يې ږغ د توښ (بړاس) په شکل په یخه هواکي یوې اوبلي خواته چټک باد یوړی.

دایوه کوڅه نه ده، چي د اوبو پر لاسي برمه سرشکوونکی دی، دلته له تیرو څلورو ورځو راهیسي په ټول ښارکي د برېښنا سترګک لاچانه دی لیدلی، ځکه هوا یخه سوې او نیمګړي برېښنا هم د ملګرتوب لاس ایله کړی دی.

څلور ورځي کیږي، چي د اسمان مخ تورو وریځو نیولی، نو ځکه د کورونو او دوکانونو پر سر پرتې لمریزي هنداري هم کار نه کوي .

دوهمه کوڅه

 لمر لویدلی دی، خلک د ماښام لمانځه ته روان دي

ترمخه به دامهال د مسجدونو په ګویاوو (لاوډسپېکرانو) کي د اذانونو شرینګی و، خو نن  هغسي په لوړ ږغ اذانونه نه اوریدلی کیږي.

په مسجد کي په ملا امام پسې خلک ولاړ دي، خو یواوبل نه ویني، توره شپه ده .

نن د برېښنا د نشتوالي اویخ له امله ملاامام په لمانځه کي لنډ سورتونه قرائت کړل.

ډیری سپين ږیري لاهم  نفل لمونځ کولو ته پاته نه سول، ځکه ګړی په ګړی تیاره خپرېده

درېيمه کوڅه

احمدالله په درېیمه کوڅه کي د خوراکي توکو دوکان لري

نوموړی په دوکان کي دخوراکي شیانو په ټولولو اخته دی او له ځان سره ږغیږي:« یخ دی، برق نه سته او کورمي هم یوڅه ګوښه دی، ښه خبره ده، چي پر وخت ځان ور سوم.»

د دوکان یوه پله يې ور وتړله، پام يې نه و ګوته يې په دروازه کي بنده سوه، د سترګو تیاره يې یو په دوه سوه

یو ګړی يې یخ هیر سو، لاس يې په تخرګ کي ټینګ ونیو، چي تود سي.

یوڅو ګړیه همداسي ولاړ دی، وروسته يې د دوکان دوهمه پله هم وتړله اود کور خواته د تیاره سړک پر غاړه ګړندی روان سو.

څلورمه کوڅه

حلیمې خپل څلور کوچنیان څنګ ته کښېنولي، هغوی  هر ګړی مورته وايي تیاره ده موږ ویریږو

مور يې د اورلګیت خاشه روشانه کړي، په زړه خونه کي ژړه رڼا خپره سی، مور او څنګ ته يې نژدې ناست اولادونه سره وویني، خو د اورلګیت دخاشې لمبه کله دومره ډېردوام کوي.

ډېر ژر توره تیاره د دوی پر مېنه خپره سي او ماشومانو ته هر دېوال بلا ښکاري

په دې کور کي هم اوبه نه سته، دلته هم د برېښنا اوږدې پرچاوۍ یخ یو، په دوه کړی دی او دلته هم یوه مور په خپلو اولادونو ځوریږي

پینځمه کوڅه

یو پوخ سړي په تلتک کي ځان تاو کړی د شپې د یوولس بجو وروستۍ خبرونه اوري

د سیمه ییزي راډیو په خبرونو کي هم د جنراټوري برېښنا د ټکان له امله څو ځله ځنډ پېښ سو

په راډیو کي د برېښنا د اوږدې پرچاوی د راپور انانس شروع سو،په تلتک کي پېچلي سړي راډیو غوږ ته نژدې کړه، په دې وخت کي د راډیو چارج هم پای ته ورسید.

سړی قهرجن سو، راډیو يې له غوږه لیري کړه : « دا دومره بې حسابه پیسې راغلې، خودایو برق يې جوړ نه کړ، عجیبه د چور وطن دی، هر سړی یوازي د جیب غم کوي او بس . »

۲۷ – ۱۱ – ۲۰۱۶

کندهارښار، چوڼۍ

یادونه : دغه کالم د سرخط ورځپاڼي په درې سوه څلور اتیایمه ګڼه کي هم خپور سوی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *