تاند- هندي رسنۍ وايي دغه هیواد غواړي چې له افغانستان سره د هغو روسي هیلي کوپترو د پُرزو او ترمیم په برخه کې مرسته وکړي چې د پخواني شوروي اتحاد له وخته په افغانستان کې خرابې پرتې دي.

همداراز هند د هغو څلورو هیلي کوپترو د ساتنې په برخه کې هم مرسته کوي چې سږ کال یې افغانستان ته ورکړي دي.

د هندي رسنیو په وینا ټاکل شوې ده چې د هند صدراعظم نریندر مودي راتلونکې میاشت د اسیا زړه کنفرانس په څنډه کې د افغانستان له ولسمشر او دغه راز د روسیې له استازي سره په دې اړه مفصلې خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د اسیا زړه شپږم کنفرانس د سیمې د هیوادونو د وزیرانو او د افغانستان او هند د مشرانو په کچه د دسمبر په درېمه او څلورمه د هند په امرتسر ښار کې جوړ شي.

په دغه کنفرانس کې د روسیې استازی هم ګډون کوي.

د هند دفاعي او دیپلوماتیکو سرچینو د دغه هیواد هندو ورځپاڼې ته ویلي، د دغه هیواد د هوايي ځواک دوه تخنیکي ټیمونه تېره میاشت افغانستان ته لاړل چې د شوروي اتحاد د وخت هغه ترانسپورتي الوتکې او هیلي کوپترونه وګوري چې دپه افغانستان کې خرابې پرتې دي.

دوی دغه الوتکې د دې لپاره وکتلې چې ایا ترمیم او جوړېدای شي.

په افغانستان کې لږترلږه ۴۰ یا ۵۰ بېلابېلې ترانسپورتي الوتکې شته چې له ډېرو کلونو راهیسي خرابې پرتې دي او پُرزو ته اړتیا لري.

د هند د دفاع وزارت سرچینو وویل، د دغه هیواد تخنیکي پلاوي د افغان الوتکو د اړتیاوو لیست ترتیب کړ او وروسته هندي چارواکو د اړتیا وړ پُرزو په اړه له روسي لوري سره، چې دا ډول الوتکې او پُرزې جوړوې، خبرې وکړې.

سرچینو همداراز وویل چې روسان به د الوتکو ماډلونو ته په کتو ضروري پرُزې پر دوی وپلوري.

د افغانستان حکومت څو ځلي له هنده د پوځي وسایلو د مرستې غوښتنه کړې. وروستی ځل په اګست میاشت کې هند ته د افغانستان د لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم په سفر کې له هندي چارواکو سره د دغه لیست په اړه خبرې وشوې، وروسته په سپټمبر کې نوي ډیلي ته د ولسمشر غني د سفر په ترڅ کې په دې اړه موافقه وشوه.

افغانستان له هنده د جنګي هیلي کوپترونو، د توپونو د ګولیو، پُرزو او د شوروي د وخت د ځینو وسلو او فابریکو د ترمیم غوښتنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *