ننګرهار والي د جلال اباد – کابل دويم لين سړک د ژر او با کيفيته جوړولو لارښوونه وکړه
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د يوې ناستې په ترڅ کې د جلال اباد- کابل دويم لين سړک جوړونې شرکت مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې ياد سړک د جوړونې کارونه په معياري ډول ژر تر ژره بشپړ کړي.
دغه ناسته چې جلال اباد شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه پکې د امنې قوماندان، د ملي اردو او سرحدي ځواکونو درستیزوالانو، فوايد عامې رئیس، د PMO او جلال اباد کابل سړک جوړونې شرکت مسئولينو، د سره رود، خوږياڼو او شېرزادو ولسواليو ولسوالانو برخه لرله.
په مجلس کې د سړک چارو ګړنديتوب، کيفيت، پراخوالي، د ځمکې په استملاک، امنيتي ننګونو او د ۳۷۰ تنه ساتونکو په معاشاتو خبرې وشوې.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کابل جلال اباد سړک جوړونې شرکتونو او فوايد عامې رياست مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د ياد سړک پر وړاندې پرتې ستونزې ژر تر ژره حل کړي او د کارونو د ښه اجراء په موخه دې په خپل منځ کې هوکړه ليک لاسليک کړي.
نوموړي د سړک جوړونې مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې امنيتي ادارو سره دې د ياد سړک د جوړلو په موخه امنیتي پلان جوړ او وروسته دې خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.
ننګرهار والي ډاډ ورکړ، چې د سړک په جوړونه کې د يآدې سيمې ولسونه، امنيتي ځواکونه او ولايتي اداره ستاسو بشپړ ملاتړ کوي.
ده دغه راز مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې له مېملې څخه تر توتو پورې د دويم فيز لپاره امنيتي او کاري پلان جوړ کړي.
د شرکت مسئول ژمنه وکړه، چې په څلورو مياشتو کې به د سره رود دو سرکې څخه تر مېملې باغا پورې سړک اسفالت کړي.
د يادونې وړ ده، چې درې کاله وړاندې د جلال اباد – کابل دويم لين سړک چارې پيل شوي؛ خو تر دې دمه د ياد سړک کارونه د شرکت له لوري په ځنډ سره روانې دي.
ملي سوداګر او قومي مشر ارواښاد حاجي پير محمد ګرديوال د جنازې لمونځ د جلال اباد ښار شيرزي لوبغالي کې د زرګونو خلکو په ګډون اداء شو.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکو استازي پير بخش ګرديوال د پلار جنازې لمونځ د ليندۍ په اتمه شيرزي لوبغالي د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو او عامو خلکو په ګډون اداء شو.
مرحوم ملي سوداګر او قومي مشر پير محمد ګرديوال په جنازه کې سلاکار او وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، د ولسي جرګې استازو، ولايتي شورا رئيس او غړو يې، د افغانستان ملي تلويزيون رئيس، د کونړ، کابل او خوست ولايتونو پخوانيو واليانو، د ختيځ زون قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو، ځوانانو، د دې ولايت د نظامي او ملکي ادارو مسئولينو، ملي سوداګرو او اصنافو ګډون کړی و.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې مرحوم پير محمد يو ملي سوداګر و، تل يې بېوزله وګړو سره مرسته کړې وه او د قومونو يووالۍ په موخه يې هر مهال هلې ځلې کړې وې.
ده د سوداګرۍ په برخه کې د نوموړي تشه ستره ضایع وبلله مرحوم ته يې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله وکړه.
د ارواښاد زوی حاجي فيض محمد وويل، چې پلار يې د ژوند پر مهال د سوداګرۍ سربيره، د قومونو يووالي په موخه کار کړ دی او د خلکو ګڼې ستونزې يې د جرګو له لارې حل کړي وې.
د ولسي جرګې غړي او د مرحوم زوی حاجي پيربخش ګرديوال وويل، چې پلار يې له نن څخه نهه اويا کاله وړاندې د مومندرې ولسوالۍ په ګردي غوڅ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې.
مرحوم حاجي پير محمد د تېرې جمعې په ورځ په دوبۍ کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د نهه اويا کالونو په عمر وفات شو، چې د دوشنبې په ورځ يې جنازه شيرزي لوبغالي کې اداء او د مومندرې ولسوالۍ ګردي غوڅ کلي کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
ننګرهار پوهنې ریاست درې تنه کارکوونکي د اداري فساد پر جرم په شپږ،شپږ میاشتو تنفیذي بند محکوم شول.
د اداري فساد پرضد د مبارزې ابتدايه محکمې له لوري دعلني غونډې په ترڅ کې د پوهنې رياست درې تنه کارکوونکي د اداري فساد په قضيه کې په شپږ – شپږ مياشتو تنفيذي بند محکوم کړل.
دغه علني غونډه دقضاوتمند نجيب الله فروتن په مشرۍ ، دقضاوتمند سيف الرحمن شريفي ، قضاوتمندعنايت لله حافظ په غړيتوب او په منشيتوب ترسره شوه .
دعلني غونډې په پيل کې د موظف څارنوال دتورنو پروړاندې برابره شوې صورت دعوه واوروله ، چې دتورنو مدافع وکيلانو يې دفاعه کوله .
په علني غونډه کې د ننګرهار پوهنې رئيس الله داد اسماعيلزي او ددې رياست نورو منسوبينو هم خپلې خبرې او معلومات دغونډې له ګډون والو سره شريک کړل، چې په پايله کې يې د اداري فساد پرضد دمبارزې ابتدايه محکمې قضايي هئيت د قضيې دطرفينو په شتون کې درايو په يوالي سره دپوهنې رياست درې تنه اداري کارکوونکي د۴۰۰۰۰ زره افغانيو اداري فساد په قضيه کې دجزا دقانون د ۲۷۰ مادې د ۲ فقرې پربنسټ هر يو تن دنيولو دڼېټې په پام کې نيولو سره په شپږو – شپږو مياشتو تنفيذي بند محکوم کړل.
دغونډې قضايي پلاوي وويل دتورنو پروړاندې شوې پرېکړه وروستۍ نه ده کولای شي داستيناف غوښتنه وکړي
په ننګرهار کې له دري اتيا بې ځايه شويوکورنيو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
دکډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس غلام حيدرفقيرزي په وينا دغه بې ځايه شوې کورنۍ د دې ولايت دپچيراګام ولسوالۍ څخه راکډه شوي او اوس دجلال اباد ښار په بېلابېلوسيموکې مېشتې دي.
فقيرزی وايي:هرې کورنۍ ته پنځوس کيلويي څلورتوړې اوړه،څوارلس کيلو دال او څوارلس لېتره غوړي ورکړل شول ،چې دوو مياشتو لپاره دهرې کورنۍ غذايي اړتيا ورباندې پوره شوه.
نوموړی زياتوي دغه مرسته د دوی په هڅو او د WFP ادارې په مالي لګښت برابره شوې وه .
دکډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د رئيس په وينا دغو کورنيو سره تر دې وړاندې دماشوم ساتنې ادارې له لوري د پخلنځي وسايلو مرسته هم شوې ده.
ديادونې ده چې تر دې دمه له پچيراګام ولسوالۍ څخه له درې زره دوه سوه څلور اتيا را بې ځايه شويو کورنيو سره ورته مرستې ترسره شوي.
په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کوکنارو کښت مخنيوي په موخه د ولسوالۍ مسولينو او قومي مشرانو ترمنځ غونډه ترسره شوه.
غونډه د بټي کوټ ولسوال غالب مجاهد په مشرۍ جوړه شوې وه،چې د ولسوالۍ امنيتي او ملکي ادارو مسولينو او ولسي مشرانو او ديني عالمانو په کې ګډون کړی و.
د بټي کوټ ولسوال له کروند ګر وغوښتل ،چې په ځمکو کې کوکنار ونه کري ، که وروسته وليدل شي،د حکومت له لوري اړول کېږې،بيا هېڅوک د شکايت حق نه لري.
د بټي کوټ امنيه قوماندان سمونوال محمد امين منګل او د ملي امنيت مدير هم له ولسونو وغوښتل چې د امنيت په ټېنګښت کې د همکارۍ ترڅنګ په خپلو ځمکو کې حلال فصلونه وکري.
قومي مشرانو محمد علي،ملک قاسم،مطيع الله او ملک سمندر د خپلو قومونو په استازيتوب ژمنه وکړه چې په ځمکو کې به کوکنار نه کري او خپل دولت سره به د امنيت په تامينولو کې اوږه په اوږه همکاري وکړي.
د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې د زرين اباد سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
ياد سرک چې شاوخوا اته سوه متره اوږدوالی لري،نږدې اويا زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږې.
په ختيځ کې د يو اين هبيتات مسول ډاکټر نعمت الله رحيمي وويل: ياد سرک د لسو مياشتو په موده کې جوړېږي او له دې پروژې نه به شاوخوا درې سوه کورنۍ ګټه پورته کړي.
د جلال اباد ښاروال حميدالله افغان وويل: ياد سړک د افغانستان د ښارونو د سولې جوړونې پروګرام ترچتر لاندې د اويا زره امريکايي ډالرو په لګښت د شاوخوا اته سوه متره په اوږدوالي جوړېږې.
د ښاروال په ټکو جلال آباد ښاروالي په روان مالي کال کې د ښاروالۍ له بوديجې اته کيلومتره سړکونه او پينځلس کيلومتره ويالې په اساسي ډول جوړې کړي او په راتلونکي کال کې به ښاريان د لويو پروژو د پيل شاهدان وي.
د ځوانانو د پارلمان غړی محمد هلال هلال او د څلورمې ناحيې وکيل ګذرانو مشر انجنير کمين او يوشمېر نورو ويناوالو د پروژې په ښه ترسراوي او عامه تاسيساتو په ساتنه کې ښاروالۍ سره د همکارۍ ژمنې وکړې.
د ځوانانو پارلمان غړي محمد هلال بيا له ښاروالۍ غوښتنه وکړه،چې په ښار کې د فرعي سرکونو ،ويالو او پارکونو جوړولو ته پاملرنه زياته کړي.
ديرش تنه داعش وسله وال ووژل شول
د ننګرهار پچير اګام ولسوالۍ کې په تيرو څلرويشتو ساعتونو کې د افغان ګډو ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د داعش وسله والې ډلې د يو تن قاضي مفتاح الدين په ګډون ديرش غړي وژل شوي او د دوی يو ميل دهشکه او يوميل پيکا هم لمنځه وړل شوي.
د عملياتو پر مهال افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.
په چپرهار ولسوالۍ کې د کوکنارو کښت مخنيوي په موخه د ولسوالۍ مسولينو او قومي مشرانو ترمنځ غونډه ترسره شوه.
غونډه د چپرهار دولسوال حاجی نعمت الله نورزی په مشرۍ جوړه شوې وه،چې د ولسوالۍ امنيتي او ملکي ادارو مسولينو او ولسي مشرانو او ديني عالمانو په کې ګډون کړی و.
د چپرهار ولسوال له کروند ګر وغوښتل، چې په ځمکو کې کوکنار ونه کري ، که وروسته وليدل شي،د حکومت له لوري اړول کېږې،بيا هېڅوک د شکايت حق نه لري.
د چپرهارامنيه قوماندان احسان الله بابکرخیل او د ملي امنيت مدير محمدنسیم پاچا او جنايي امر رئيس خان هم له ولسونو وغوښتل چې د امنيت په ټېنګښت کې د همکارۍ ترڅنګ په خپلو ځمکو کې حلال فصلونه وکري.
قومي مشرانو هریو حاجی ملک یارمحمد، مولوی صاحب قیوم او ډاکټر عین الله د نشه يي توکو پر زیانونو داسلامی احکاماتو په رڼا کی خبری وکړې اوهم يې د خپلو قومونو په استازيتوب ژمنه وکړه، چې په ځمکو کې به کوکنار نه کري او خپل دولت سره به د امنيت په تامينولو کې اوږه په اوږه همکاري وکړي.