تاند- د فراه والي محمد اصف ننګ له فراهي ولسه وغوښتل چې د بخش اباد بند د جوړېدو ملاتړ وکړي.

ده پر دیني عالمانو او د جوماتونو پر امامانو هم ږغ وکړ چې د خپلې دې ملي پروژې ننګه وکړي.

ایران د یو شمېر اجیرو عناصرو په مرسته هڅه کوي چې د دغه بند د جوړېدو مخه ونیسي. تېره میاشت، ایراني ایجنټانو د یو شمېر طالبانو په مرسته، چې فکر کوي د افغانستان هر شر د دوی په خیر دی، د فراه پر مرکز وروسته له دې پراخې حملې وکړې چې د افغانستان حکومت د بخش اباد بند د جوړېدو منظوري ورکړه او فراهیانو د دغه بند د امنیت ساتنې په اړه والي ته ډاد ورکړ.

د فراه والي د جوماتونو امامانو ته ویلي چې خلک په دې وپوهوي چې که بخش اباد جوړ شي ګټه یې فراهیانو ته رسېږي.

ښاغلي ننګ همداراز ویلي په دغه ولایت کې د ۸ ملیون ډالرو په لګښت د باغپُل سړک، ۸ میګاواټه لمریزه برېښنا او د اوبو رسولو پروژه جوړېږي.

ده وویل چې دا پروژې په تدارکاتو کې دي او په نوي مالي کال کې پرې عملي کار پیلېږي.

One thought on “د فراه والي له فراهیانو وغوښتل چې د بخش اباد بند د جوړېدو ملاتړ وکړي”
  1. *په هیواد کې د ملي پروژو د حمایت په هکله د اسلامي امارت اعلامیه* *2016–11–29*
    د افغانستان اسلامي امارت د هیواد یو اسلامي او ملي ځواک دی چې د اشغال د خاتمې، د ولس د روا غوښتنو او اسلامي او ملي اهدافو د حصول لپاره جهادي هلې ځلې کوي. په دې لار کې یې قربانۍ د چا څخه پټې نه دي.
    همداشان ، څنګه چې د اسلامي امارت مشرتابه پخپلو پیغامونو کې او د سیاسي دفتر هیئت په نړیوالو کنفرانسونو کې ویلي، اسلامي امارت په ګران هیواد کې د ټولو ملي پروژو چې د ولس په ګټه وي او د هیواد د پرمختګ، د ولس د ښیرازي او سوکالۍ سبب ګرځي نه دا چې ملاتړ کوي بلکې ساتنې ته یې هم ژمن دی. پدې کې ټولې سترې ملي پروژې لکه د ټاپي پروژه، کاسا ۱۰۰۰، د مس عینک پروژه، مواصلاتي لارې، د ریل پټلۍ، د برق او کرنې ستر بندونه او دیته ورته نورې پروژې چي د اسلامي امارت اصول مراعت کړي شاملی دي.
    اسلامي امارت خپلو مجاهدینو ته هدایت کوي چې دټولوهغو ملي پروژو دامنیت په ساتلو کي مرسته وکړي چي داسلام او هیواد دلوړو مصالحو په ګټه وي.

    *د افغانستان اسلامي امارت*
    *۱۴۳۸/۲/۲۹هـ ق*
    *۱۳۹۵/۹/۹هـ ش ــ 2016–11–29م*

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *