تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عزیز احمد چودري د دوشنبې په ورځ وویل، سوله ییز او امن افغانستان د پاکستان په ګټه دی.

پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نه لري او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت چارې د ښاغلي چودری له لوري پر مخ بېول کېږي.

چودري په یوه مرکه کې وویل، پاکستان به په هند کې په اسیا زړه کنفرانس کې ګډون وکړي.

د افغانستان په اړه د اسیا زړه شپږم کنفرانس د هند په امرتسر ښار کې د افغانستان د ولسمشر او د سیمې د یو شمېر هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او جګپوړو دیپلوماتانو په ګډون جوړېږي.

پاکستان ویلي چې د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز به په دغه کنفرانس کې برخه واخلي.

وروسته له دې چې هند، افغانستان او بنګله دېش په پاکستان کې د سارک سرمشریزه بایکاټ کړه، ګومان کېده چې پاکستان به په هند کې د افغانستان په اړه په اسیا زړه کنفرانس کې برخه وانخلي خو په افغانستان کې د طالبانو د ملاتړ په خاطر پر پاکستان د نړیوالې ټولنې فشار د دې سبب شوی چې پاکستان د هند او افغانستان له لوري په اسلام اباد کې د سارک د غونډې له بایکاټ سره سره په اسیا زړه کنفرانس کې ګډون ته تیاري اعلان کړي.

4 thoughts on “پاکستان یو ځل بیا وویل، د افغانستان سوله یې په ګټه ده”
  1. که هزار ځل نصیحت می ورته وکړ
    دا دخدای بی لاری کړی په لار نه شو
    رحمان بابا
    چی باور په پاکستان کړي کور يی وران شه
    که جنت ته دی هم بیایی تری روان شه
    تر داهسی مسلمان کافر بهتر دی
    چاته مه وایه چی راشه مسلمان شه

  2. رښتیا وایی ،تر مارچ میاشت پوری چی د جګړی نوی فصل پیلیږی ،موږ د سولی په هڅواوهیلو غولوی ،چی مارچ میاشت ورسیده نو بیا وایی چی افغان طالبان زموږپه ولکه کی نه دی .ددوی منافقت اوس بربنډ دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *