مدثر اسلامي
د افغانستان د پوهنتونو نږدې ټولو پوهنځیو کې تحقیق د یوه مضمون په توګه تدریس کیږي چې د طبیعي علومو څانګو کې یوازې یو سمستر او په ټولنیزو علومو کې تر دې ډیر وي. د مضمون په توګه د تحقیق موخه مونوګراف لیکلو ته د محصلینو چمتو کول دي او له همدې امله د وروستي سمستر په مهال ویش کې شاملیږي. په ټولنیزو علومو کې د تحقیق اصلي موخه لدې پراخه ده او هغه په محصلینو کې تحقیقي ذوق رامنځ ته کول او د تحقیق له اصولو او لارو چارو سره د هغوی اشنا کول دي.
د ټولنیزو علومو د زده کوونکي او د تحقیق د مینه وال په توګه مې په تیرو څو کلونو کې هڅه کړې د ټولنپوهنې، تحقیق او مونوګراف لیکلو بیلا بیل چپټرونه ولولم. چپټرونه هغه لیکلي مواد دي چې د پوهنتون استاذ یې د یو ځانګړي مضمون د تدریس په موخه راټولوي او له چاپ شوې بڼې یې محصلین ګټه اخلي. نږدې ټول چپټرونه ځینې ګډې ځانګړنې لري چې د موادو د تکرار لامل کیږي او په ډیرو مواردو کې د موادو کشش او جالب والی کموي.
چپټرونه ډیری وخت تکلفي، سختې او بې مفهومه برخې لري چې محصل یې په معنی نه پوهیږي. د دې دوه اساسي لاملونه کیدای شي. لومړی دا چې په ډیرو پوهنتونونو، په ځانګړي ډول خصوصي پوهنتونو کې، د تحقیق استاذان تحقیقي شالید نلري او د ضرورت یا مجبوریت په اساس د تحقیق مضمون ورسپارل شوی دی. طبیعي ده چې دا استاذ د نوو موادو د ایجاد پر ځای د معلوماتو راټولول غوره ګڼي او د معلوماتو په ترتیب کې د تحقیق اصولو ته ډیر پام نکوي. پایله دا کیږي چې راټولو شوو معلوماتو کې منطقي تسلسل کمزوری وي او د راټولو شوو معلوماتو ځینې برخې داسې وي چې نیمګړې انتقال شوې وي او استاذ د وخت د کمي یا کمې پاملرنې له مخې په چپټر کې پریښې وي. پدې توګه محصل مجبور دی چې د ازموینې په شپه نیم چپټر (هغه برخې چې مفهوم نلري) حفظ کړي.
بل لامل یې دا کیدای شي چې هیواد کې ډیری استاذان د موادو د تالیف پر ځای د موادو ژباړې ته ترجیح ورکوي. دلته عمومي باور دا دی چې ژباړه تر تالیف اسانه ده. د معلوماتو په ټولولو او ژباړه دواړو کې علمي امانتداري په پام کې نه نیول کیږي. د معلوماتو په ټولولو او ترتیب کې امانتداري دا ده چې د لیکوال یا لیکوالو او ټولوونکي نظرونه بیل شوي وي او په ژباړه کې امانتداري دې ته وايي چې ژباړن د کلماتو په ځای پر پیغام او مفهوم تمرکز وکړي. استاذان د ژباړې په وخت د مفهوم پر ځای د چپټر د پاڼو شمیر ته ډیر پام کوي او چپټر کې بې مفهومه برخې یا د ژباړې د کمزورتیا او یا د مفهوم د نیمګړتیا له امله شاملې شي.
چپټرونه محصلینو ته بلا شی نظري معلومات برابروي خو د عملي لارو چارو او حل لارو په برخه کې ډیره کمه منځپانګه لري. د تحقیق په اړه کم مواد د افغان لیکوالو له لوري ایجاد شوي، که څه هم د هر چپټر لیکوال ادعا کوي مواد یې خپل دي. ډیری یې له ایراني، عربي او انګلیسي لیکوالو کټ مټ انتقالیږي. لیکوال په پوره مهارت د نورو لیکوالو له لوري وړاندې شوي عملي مثالونو له موادو لرې کوي او له افغاني ټولنې سره سم د مثالونو برابرولو زحمت نه ګالي. له بل پلوه افغاني ټولنه کې د تحقیق فرهنګ کمزوری دی چې په پایله کې یې محصل د موادو او عملي ژوند تر منځ تړاو موندلو کې پاتې راځي.
چپټرونه د تحقیق تر پروسې ډیر د تحقیقي مفاهیمو او اصطلاحاتو تعریفونو ته ځانګړي شوي دي. د تحقیق چپټرونو د لوستلو پر مهال لوستونکی د تحقیق پروسې ښکون او په زړه پورې والی نه احساسوي، بلکې ډیر وخت یې د مفاهیمو او اصطلاحاتو په مغلقو او بې ربطه تشریح کې تیریږي. همدا لامل دی چې محصل تحقیق ته نه هڅیږي.
د محصلینو ډیری مونوګرافونه د استاذانو د چپټرونو په څیر د نورو د علمي تولیداتو کاپي ده. پداسې حال کې چې د موادو د انتقال پر وخت د موادو اصلي لیکوال یادونه او د هغه قدرداني هم زمونږ په علمي ټولنه کې ډیره رواج نده. په موادو کې د تنوع او نوي والي نشتون اصلي لامل همدا دی چې نږدې ټول استاذان او محصلین چپټرونه او مونوګرافونه د نورو له مخې لیکي او د منظم تحقیق پر بنسټ د نوو موادو رامنځ ته کولو ته پام نه کیږي.
ځینې پوهنتونو کې چپټرونه ډیر پخوا جوړ شوي او استاذ ذهنا دې ته چمتو ندی چې د چپټر منځپانګه دې وخت په وخت نوې شي. د منځپانګې نوي کول وخت او کار غواړي چې د نن سبا استاذ د یوه لپاره هم پلان نلري.
د چپټرونو په تدریس کې استاذ لپاره موخه د زده کوونکو ظاهري خوښي او د ادارې له لوري په ترسره کیدونکو ارزونو کې ښه درجه لاسته راوړل او محصل لپاره نهايي موخه امتحان کې کامیابي او ښې نمرې اخیستل دي. د ټولنې عملي ستونزو او مسئلو ته حل لارې وړاندې کول له محصل او تحصیلي چاپیریاله کډه شوی واقعیت دی چې د خپلولو کوښښ یې نه کیږي. دا کار محصل له ټولنې ګوښه کوي او د تخصصي څانګې او کاري برخې په ټاکلو کې له ستونزو سره مخامخ کیږي.
د تحقیق چپټر په ځانګړي ډول باید نوې او له افغاني ټولنې سره تړلې منځپانګه ولري چې پکې د تحقیق د مفاهیمو تر څنګ د تحقیق په زړه پورې پروسه هم د عملي مثالونو په مرسته شرح شوې وي او د تدریس پر مهال په محصل کې د تحقیقي ذوق او تلوسې پیدا کولو او پرمختګ ته ډیر پام وشي. چپټر د دې پر ځای چې د ایران، عربي نړۍ او انګلیسي نړۍ له مسایلو او تحقیقونو سره د محصل د اشنا کولو هڅه وکړي د افغاني ټولنې عملي واقعیتونو څیړلو او ستونزو ته حل لارې وړاندې کولو ته ځانګړی شوی.