تاند- په جنوبي امریکا کې یوه الوتکه، چې د برازیل د یوه فوټبال کلب لوبغاړي هم پکې سپارل ول، په کولمبیا کې ولوېده.

دا الوتکه له بولوویا څخه کولمبیا ته روانه وه چې مډلین ښار ته نژدې ولوېده.

لومړني راپورونه وايي چې په دغه الوتکه کې ۹ تنه عمله او ۷۲ نوره سپرلي مړه شوې ده.

پولیس وايي چې په دې پېښه کې ۵ تنه ژوندي پاتې شوي دي.

په الوتکه کې د برازیل د چاپکوییس فوټبال کلب لوبغاړي هم سپاره ول.

چاپکوییس د برازیل په غوره لیګ یا لومړی درجه لوبډلو کې شمار دی.

ټاکل شوې وه چې دا برازیلي لوبډله د جنوبي امریکا د فوټبال لیګ د سیالیو په دوام کې له اتلتیکو نشنل ټیم سره په مډلین ښار کې مسابقه وکړي.

د جنوبي امریکا د فوټبال کنفدرېشن تر بلې خبرتیا پوري ټولې مسابقې ځنډولي دي.

د الوتکې د غورځېدو علت د هغې په برېښنايی سیستم کې تخنیکی ستونزه بلل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *