سورة علق کې دي چې، الله د قلم په ذريعې سره علم ښودلى، تعليم “ديني وي که عصري” چې د اخرت د بشپړ برياليتوب، د ملت د بقا، هوساينې او د هيواد هر اړخيزه پرمختګ لپاره ځانګړى درمل دى ذريعه يې قلم دى د قلم په برکت سره زموږ دين، کلتور، علم او تاريخ محفوظ دى قلم چې کله هم پر ځاى استعمال شوى نو ښې پايلې يې درلودلي تېر تاريخ شاهد دى کومو خلكو چې د قلم استعمال په ديني او مذهبي اړخ کې کړى هغوى د خپل راتلونكي نسل دين، کلتور په برياليتوب سره ژغورلى او کومو خلكو چې د قلم قوت دنيوي او مادي اړخ کې مصرف کړى نو هغوى بيا د وطن ابادۍ او پرمختګ کې له نورو نه وړاندې دي.
معاصر وخت كې زموږ يوې طبقې ليکوالانو، شنونکو او د علم خاوندانو د خپلو قلمونو نوکې د هيواد ابادۍ او د هيوادوالو د هوساينې لپاره په کار اچولي او دغې موخې لاسته راوړلو لپاره هر قِسم وسيلې کاروي تر دې که ځينو مواردو کې ديني اصولو سره ټکر هم راشي نو د هغې داسې تاويل کوي چې يا بالكل شاذ وي او يا د سلفو نه نه وي نقل او بلې طبقې خپل قلمونه بيا خالص افراطي مذهب اړخ ته اړولي خو کله بيا ددې طبقې د قلمونو څوکې هم د هيواد د بيا رغاونې لپاره لوى خنډ وګرځي.
خو دواړه لورې د يو بل پر خلاف قلمونه تېز کاږي کله خو خبره آن تهديدولو، ښکنځلو پورې ورسېږي ځكه د چا د قلم څوکي خو پڅې نه دي.
خو د خالص بابا رح خبره پر ځاى ده وايي چې’ په اوس وخت کې دين ساتنه او هيواد رغاونه يو ځاى سره نه کېږي
أمّا ډېرى ليکوالان، مدني فعالان او د نظر خاوندان داسې هم شته چې په ريښتنې مانا ديني ارزښتونو، وطن ابادۍ او د يو پرمختللي او ودان افغانستان لپاره پوره ژمن دي د دوى په هره وينا او ليکنه کې وطن او ولس سره خواخوږي پرته وي، دوى د هيوادوالو استازيتوب په ښه بڼه کوي، دوى د حکومتي چارواكو، مافيايي کړېو د جنايتونو او ورانکارېو نه هر مهال پرده پورته کړې له دې امله دوى د دولتي کارمندانو، لنډغرانو او فساد کې ښکېل اړخونو له لورې هر وخت په مستقيمه توګه په خود غرضېو او د نورو په جاسوسۍ تورن کېږي.
او دوى په کرّاتو تهديد شوي هم دي خو مقابل کې يې ځان احساساتي او جنوني کړى نه دى بلکې همېش يې د صبر، زغم مظاهره کړې.
له دومره ستونزو سره سره دوى خپل همت، طاقت له لاسه نه وركوي او خپله مبارزه يې جاري ساتلې.
خدايه: داسې عقلمندې، د هيواد په درد دردمنې څيرې ډېرې کړې.
خدايه: د دوى فکر، قلم د ولس د ښه استازيتوب لپاره تاند او سر لوړى لرې.