تاد- د افغانستان په لوېدیځ کې د ظفر قول اردو قوماندان محی الدین غوري نن /سې شنبه/ په یوه هوايي پېښه کې ووژل شو.

جنرال محی الدین غوري د امنیتي وضعیت د کتلو لپاره د بادغیس موري چاق ته روان و چې هیلي کوپتر یې د تخنیکي ستونزې له کبله ولوېده.

په دې پېښه کې، چې د څرخکې د کښېناستو په مهال وشوه، د بادغیس د ولایتي شورا رييس او د دغه ولایت د ملي امنیت رييس له پنځو نورو کسانو سره ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت وايي چې د محی الدین غوري د سپرلۍ ایم آی – ۱۷ روسي څرخکه نن ماسپښین ۳ بجې د بادغیس د بالامرغاب ولسوالي په موري چاق سیمه کې ولوېده.

موري چاق په ځینو راپورونو کې ولسوالي او په ځینو کې د بالامرغاب کلی ښودل شوی دی.

چارواکي وايي، د دې له کبله چې هیلي کوپتر د غورځېدو په مهال ټیټه وه، ځکه د هغې نوره سپرلي ژوندۍ پاتې شوې ده.

One thought on “د ظفر قول اردو قوماندان په هوايي پېښه کې ووژل شو”
  1. موري چاق/مورچاق/مارچاق د بالامرغاب ولسوالۍ یو لوی کلی دئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *