تاند- ګڼ شمېر افغانانو د سترو ملي انکشافي پروژو د ملاتړ په اړه د طالبانو د اعلان هرکلی وکړ.

وسله والو طالبانو نن په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو د نللیکې (ټاپي)، د افغانستان له لارې پاکستان ته د تاجکستان او قرغیزستان د برېښنا د مزو د پروژې (کاسا زر) او د چین له لوري د عینک د مسو د کان د استخراج د پروژو ملاتړ کوي او حتي د امنیت په ساتنه کې یې مرسته کوي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي«اسلامي امارت په ګران هېواد کې د ټولو ملي پروژو چې د ولس په ګټه وي او د هېواد د پرمختګ، د ولس د ښیرازۍ او سوکالۍ سبب ګرځي، نه دا چې ملاتړ کوي بلکې ساتنې ته یې هم ژمن دی.»

طالبانو دا اعلامیه یوه ورځ وروسته له دې خپره کړه چې د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د دوو هیوادونو ترمنځ د رېلګاډي پټلۍ پرانسته.

Afghan - Turkeman trainدا لومړی ځل دی چې طالبان د ملي پروژو، چې خیر یې افغانستان او افغانانو ته رسېږي، ملاتړ کوي. دا پروژې د امنیتي ستونزو له کبله له کلونو راهیسي نه اجرا کېږي. اکثره تمویلوونکي هیوادونه او بانکونه وايي چې خپله پانګه له خطر سره نه مخامخوي.

طالبان وايي چې خپلو کسانو ته یې ویلي چې د هغو ټولو پروژو امنیت وساتي چې د افغانستان او طالبانو په ګټه دي.

تر دې پخوا طالبانو یا د طالبانو په نوم ډلو په هرات کې د سلما، په فراه کې د بخش اباد، په نیمروز کې د کمال خان او په پکتیا کې د مچلغو بندونو د جوړېدو د مخنیوي لپاره په ځلونو پر کارګرو او انجینرانو حملې کړي دي.

افغانان په دې برخه کې د طالبانو په پالیسۍ کې بدلون لوی تحول بولي او وايي چې د طالبانو له لوري دا ډول اقدامات د دې ډلې په وړاندې د مثبت تصور له رامنځته کولو سره ډېره مرسته کولی شي.

په همدې حال کې طالبانو په یو شمېر ولایتونو د ښوونځیو په وړاندې خپل دریځ نرم کړی دی. حال دا چې پخوا دې ډلې په سلګونو ښوونځي سوځولي یا په بمونو ویجاړ کړي دي.

9 thoughts on “افغانان د طالبانو له لوري د انکشافي پروژو د ملاتړ هرکلی کوي”
  1. د ټاپي او کاسا زر ګټې پاکستان ته رسېږي او دا نور یې هم له ډېره شرمه ورسره یوځای کړي دي که نه دا خلک دومره لوېدلي دي چې د پاکستان له ګټو پرته بل هیڅ شي ته وفادار نه دي. نور یې څه کوئ دا نه ګورئ چې عملا د پاکستان د ملېشو په حیث له افغان حکومت سره جنګ کوي؟ پاکستان په ښکاره وایي چې تر څو ډیورنډ په رسمیت ونه پېژنئ په دغو خوروړو باندې به مو داړو.

  2. دطالبانوپه دا ګټور وړانديز سره ئي دولس خير غوښتي . خداي ج د دوي نورو خيريه کارونوته هم توجه وکړي. . که همدا لړے دوام وکړي. ستاسو بري په خيريه اعمالوکي امکان لري. مننه

  3. خدای رب العزت دی وکړی چه په آبادی او خیر کی مسابقه شروع شی قرآنکریم هم د فاستبقوا الخیرات ښوونه راته کړیده او کوم کار او جذب چه ښه او انسانی عالی اخللاق یی لری هغه وسلی ، پیسی او تشدد یی نلری .
    رښتیا هم تر ټولو قوی او د انسانی مقام سره ښایسته حکومت هغه دی چه زړونه یی ومنی ، نو راځی چه دا انسانی ښکلی دود را ژوندی کړو چه نړی کی نوروته درس شی

  4. زمونږدلعمان دعمرزىو پر سړک کار پيل شوى اما باربار دطالبانو لخوا ودرول شوى بعضى وخت دعه اوس اوس ىى ماشىنونه ورته وسوزول او اجرا کونکى پروژى نه پيسى عواړى

  5. کچیرته داسی وشی د طالبانو دا کار به ددوی محبوبیت د افغانانوپه زړونو کی زیات کړی او دوی به په اسانی سره وه کوه لایشی چی په سیاسی ډکر کی کامیاب شی نو زه ورته د الله تعالی ج نه توفیق غواړم تر ځو دوی د ګران افغانستان لپاره د خدمت مصدر شی او افغانانو ته دا سابته کړی چی د پردیو د لاس آله ندی خپله هم له وطن او وطنوالو سره مینه لری دایو ډیر ښه اقدام دی الله تعالی ده وه کړی چی دا خبره په عمل کی سابته کړی او افغانان ددی کړاو نه نور خلاص شی .

  6. له طالب څخه دا ډول د خیر تمه خیال دی، محال دی او جنون

    یو ښوونځی مو جوړاوه د طالبانو ولسوال، ولایتی کمسیون، والي او ان په کوټه کې د طالبانو تعلیمي اداره چی هغه وخت ملا کرامت الله، ملا ثاقب او ملا فرید پکي وو وکتل خو اجازه یی را نه کړه
    ویل یی درس وایاست خو تعمیر به نه جوړوي

  7. وایی یوه ورځ یو هندو او یو مسلمان د یو لوړ برج په بام ناست او له یو بل سره د خپلو خدایانو دمهربانی او حفاظت څخه ننګه کوله خو قناعت حاصل نه شو هندو ورته وویل چ راځه چی له دغه برج ټوپ کړو چې د چا خدای مهربان او حافظ دی
    لومړی وار د پچی اچولو نه وروسته هندو ته ورسید . هندو له ټوپه د مخه خپل رام ته د مهربانی او حفاظت دعا وکړه او ټوپ یی کړل خو هیڅ ورباندی ونه شو
    کله چی وار مسلمان ته ورسید نو خپل الله یی یاد کړ او تری ویی غو ښتل ج دغه هندوته می ونه شرموی
    خو له ټوپ دمخه غږ کړ چی ای رامه ته هم راته پام کوه
    له دی بیانیی طالبانو ته دد ټاپی او نورو پاکستانی اقتصادی پروژو ته د پاکستان نوی ضرورت دی تر څو خپلی اقتصادی ګټي چی د سیاسی ګټو مور ده د دخوندی کړي

  8. که عام المنفعه تاسیسات ساتي پوښتنه را ولاړېږي چې، مکتبونه،پلونه،سرکونه اردو، نور امنیتي ځواکونه او نورې ملي ګټې دغه ته بیا څه نوم ورکوئ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *