د اسیا زړه پخوانۍ غونډه

تاند- د هند په امرتسر کې د سیمې د ۱۴ هیوادونو د جګپوړو چارواکو په ګډون د اسیا زړه کنفرانس په درشل کې له هند څخه وغوښتل شول چې په افغانستان کې د تعلیم په برخه کې مخکښ رول په غاړه واخلي.

د چین او پاکستان په شمول په اسیا زړه کنفرانس کې د ۱۴ ګډون کوونکو هیوادونو جګپوړو چارواکو وړاندیز وکړ چې چین دې د سیمې د زېربنا په انکشاف کې مسوولیت په غاړه واخلي او هند دې د افغانستان تعلیمي سیکتور ته وده ورکړي.

دوی دغه راز وړاندیز وکړ چې ایران دې د افغانستان د سوداګرۍ، اقتصاد او د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مخکښ رول ومني.

د انډیا ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسیا زړه کنفرانس د فرعي کمېټې له لوري دا وړاندیزونه په داسي حال کې وشول چې یوه جګپوړي افغان دیپلومات وویل، افغانستان په سیمه کې د امنیتي ستونزو په وړاندې د یوې ښې تعریف شوې تروریستی ضد ستراتیژۍ وړاندیز کوي.

د دې ستراتیژۍ مسوده له هند سره شریکه شوې ده.

هند به راتلونکې اوونۍ له افغانستان سره په ګډه د اسیا زړه د شپږمې غونډې کوربه وي.

یوه چارواکي وویل «موږ هیله لرو چې دا ستراتیژي به په امرتسر کې د اسیا زړه په راروان کنفرانس کې تصویب شي. د دې ستراتیژۍ د تصویب په صورت کې به غړي هیوادونه مکلف شي چې تروریستانو ته پناه ورنه کړي.»

په وروستیو کې په نوي دیلي کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي وویل چې د اسیا زړه کنفرانس غړیو حکومتونو موافقه کړې چې د افغانستان په کورنیو چارو کې پر نه لاسوهنې د عمل لپاره پکار ده چې له تروریستانو سره مبارزه وشي، د ترهګرو پناهځایونه ویجاړ کړل شي او دا ومنل شي چې تروریزم نړیوالې سولې او امنیت ته ګواښ دی.

د اندیا ایکسپریس ورځپاڼې پر اساس، هندي چارواکي وايي، نوی ډیلی لېوال دی چې دا ټول وړاندیزونه تصویب شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *