ځوانانو علمي کاروان د اوومي غونډې په ترڅ کې د فخرافغان ښوونيز او مالوماتي مرکز د قرآن عظیم شان د ختم په لړ کې په مقدماتي ډول پرانېستل شو!
دوشنبه/۱۳۹۵/۹/۸
د فخرافغان ښوونيز مرکز مو د قرآن عظیم شان د ختم په لړ کې پرانېستل، په یاده غونډه کې چي د ځوانانو چارو مدیر ، ژوند مدني ټولني مشرتابه پلاوي او ځوانانو علمي کاروان غړو ګډون کړي وه، لمړۍ د قاري ضیاوالرحمن له لوري د قرآن عظيم شان ختم وشو.

وروسته د ځوانانو علمي کاروان مشر او فخرافغان ښوونیز مرکز مدیر عصمت تره کی د  ځوانانو علمي کاروان په کړنو رڼا واچوله.

نوموړي د فخرافغان ښوونیز مرکز یو خیریه مرکز وبلل او له پانګوالو، علمي کدرونو او ځوانانو څخه یي غوښتنه وکړه چي له ياد ښوونیز مرکز سره همکاري وکړي.

د ځوانانو چارو مدیر ښاغلي عبدلاحد مرجانخیل هم د خپلو خبرو په جریان کې د ځوانانو علمي کاروان کړني وستایلي. او د ځوانانو په یووالي یي ټینګار وکړ.

وروسته د ژوند مدني ټولني مشر نقیب الله خاکسار د ځوانانو علمي کاروان کړني وستایلي او له فخرافغان ښوونیز مرکز سره یي د همکاري ژمنه وکړه.

همدارنګه د ځوانانو علمي کاروان د رهبري شورای غړیو قدرت الله درمل او محمد داود صمیم او مقر د ځوانانو شورای مرستیال روح الله نظری هم د غونډي د اجنډا مطابق خبري وکړي.

غونډه د دعایي په لوستلو سره پای ته ورسیدله.

همدارنګه د یادوني وړ ده چي د فخرافغان ښوونیز مرکز د ځوانانو علمي کاروان په نوښت د جګړي ځپلو او ناامنو سیمو د زده کوونکو لپاره په وړیا توګه د زده کړي کولو په موخه رامنځته شوي ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *