د جمعې په ورځ د افغانستان د ځوانانو د سولې ټولنيزې ټولنې د ننګرهار څانګې رسمي پرانيسته وشوه. ياده غونډه کې د ټولنې اجراييو شورا د غړو؛ ښاغلي عاشق دوست مومند، ډاکتر حضرت الله رحيمي، ښاغلى محب هارون مومند، ښاغلى صلاح الدين کبير، ښاغلى عبدالرحيم عاطف په شمول اجرائيوي ريس محترم نصرت الله پرديس هم شتون درلود. غونډي ته د ځايي ځوانانو مشران، قومي مشران، او د ټولنې نوې همکارانو هم تشريف راوړى و.
ياده غونډه کې د ننګرهار ولايت لپاره دټولنې مسٶل، ښاغلى ګلاب خان کوچى ور وپيژندل شو، ښاغلى کوچى به لومړنۍ 3 مياشتې د امتحانې دورې ځايي مسٶليت پرمخ وړي.
ياده غونډه کې د سټیج چارې ښاغلي هارون موند شروع کړې، غونډه د قران پاک په مبارکو آيتونو پيل شوه.
د ښاغلي ريس نصرت الله پرديس لخوا د ټولنې د اهدافو، کړنو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وشوې.
د دعوت او انسجام کميټۍ مسٶل، ښاغلي عبدالرحيم عاطف ټولنه کې د شامليدو، ګټو ، مسٶليتونو او صلاحيتونو وغږيد.
د ولايتي اړيکو مسٶل، ډاکتر حضرت الله رحيمي، ځوانان د ولايتي اړيکو او د خپل مينځي همغږيو په ګټو رڼا واچوله.
د خارجي چارو کميټې ريس، ښاغلى کبير سولې، نړيوالو ستونزو او په شريکو مسٶليتونو وغږيد.
همدا رنګه، د ټولنې د اداري او مالي کميټې مشر، ښاغلى عاشق دوست مومند د ټولنې په ادارې چارو، پلانونو او غوښتنو وغږيدو.
په آخر کې د ننګرهار نوى ټاکل شوي، ولايتي مسٶل، محترم کوچي صيب د ښاغلي ريس د باور نه مننه وکړه او د خپلو وسايلو سربيره يې د ننګرهار ولس غوښتونو ته د اجرائيه شورا پام واړوه.
غونډه د پښتنيز دود سره سم، د چاى په وړاندې کولو، پاى ته ورسيده.
يادښت: د افغانستان د ځوانانو د سولې ټولنه، د قومي مشر، حاجي صيب فضل الله مومند نه نړۍ مننه کوي چې د غونډې ټول لوجستيکي او مالي کومک سربيره يې زموږ کوربه توب وکړ.
راپور= حضرت الله رحیمي