تاند- بلغاري چارواکي وايي چې د دغه هیواد د پناه غوښتونکو په دولتي مرکزونو کې نیمايي مهاجر افغانان دي.
له افغانانو وروسته په سلو کې ۴۰ سوریه وال او عراقیان دي.
لس فیصده د نورو هیوادونو اتباع ښودل شوي دي.
د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت دا احصاییه نن /چهارشنبه/ خپره کړه.
دا وزارت وايي چې د پناه غوښتونکو شمېر د بلغاریا د حکومت د مهاجرو د ادارې تر ظرفیت زیات دی.
د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پناه غوښتونکو په مرکزونو کې نورو پناه غوښتونکو ته ځای نه لري.
د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت دا خبره وروسته له دې وکړه چې تېره اوونۍ د بلغاریا د پناه غوښتونکو په یوه کمپ کې په لسګونو افغان پناه غوښتونکي ژوبل شول.
په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د بلغاریا شارزدافېر ته په دې اړه اندېښنه ښکاره کړه.
د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د دې وزارت اداري مرستیال نصیراحمد اندېشه د بلغاریا د سفارت شارزدافیر نیکولای دیمیتروف ته په دې اړه چې د بلغاریا پولیسو له ترکیې سره په پوله کې له افغان کډوالو سره ډېر ناوړه چلند کړی، د افغان حکومت اندېښنه څرګنده کړه او د بلغاریا له حکومت څخه یې وغوښتل چې د دواړو هېوادنو ترمنځ نیکو اړیکو او د بشري حقونو نړیوالو کنوانیسونونو ته په پام له افغان کډوالو سره چلند وکړي.
د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت اړوند د بوسمانتسي او لیوبیمیتس په مرکزونو کې د نوومبر تر دېرشمې پوري ۱۶۰۸ پناه غوښتونکي مېشت دي حال دا چې دا مرکزونه د ۱۲۰۰ تنو لپاره جوړ شوي دي.
د مهاجرو په نورو دولتي ادارو کې هم د پناه غوښتونکو شمېر د هغو تر ظرفیت زیات دی.
په دغو مرکزونو کې ۵ زره ۱۹۰ تختونه شته خو اوس هلته ۵۵۲۷ تنه اوسي.