د امریکا دفاع وزارت د روسي څرخکو پر ځای افغان هوايي ځواک ته ۵۳ بلک هاک هیلي کوپترونه ورکوي.

د امریکا دفاع وزارت اوس له کانګریسه غوښتي چې د افغانستان هوايي ځواک ته د امریکا د بلک هاک – ۶۰ هیلي کوپترو د ورکولو جواز تصویب کړي.


چین وروسته له دې د افغانستان په پامیر کې د چینايي وسایطو له لوري د ګزمې ادعا رد کړه چې هندي رسنیو یو شمېر عکسونه خپاره کړل او ویې ویل چې دا د چین د پوځ وسایط دي چې د افغانستان په خاوره کې ګزمه کوي.


بلغاریا نن وویل چې د دغه هیواد د مهاجرو په مرکزونو کې د نورو پناه غوښتونکو د مېشتولو ځای نشته.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت په عین حال کې وویل چې د دغو پناه غوښتونکو نیمايي افغانان دي.


وسله وال طالبان ادعا کوي چې د افغانستان هغه هیلي کوپتر دوی ویشتې چې د ظفر قول اردو قوماندان جنرال غوري پکې ووژل شو.

جنرال غوري برون /سې شنبه/ د بادغیس د بالامرغاب ولسوالي په موري چاق کلي کې هغه مهال ووژل شو چې د سپرلۍ څرخکه یې د کښېناستو په ترڅ کې ولېده.

د افغانستان دفاع وزارت د هیلي کوپتر د لوېدو علت تخنیکي ستونزه بللې ده.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بلغاریا د سفارت شارژدافېر یې پرون احضار کړ او د دغه هیواد د کډوالو په کمپ کې یې له افغان پناه غوښتونکو سره د ناوړه چلند په وړاندې خپله اندېښنه ورسره شریکه کړه.

بلغاري پولیسو افغان پناه غوښتونکي په بې رحمۍ وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *