د ۱۳۹۵ کال، د عقرب پر ۲۷- مه، پنجشنبه، په لوګر ولایت کې، د ودان افغانستان ګوند ولایتې کومېټه د پرتمینو مراسیمو په ترڅ کې، د تنکي ګوندي غړي، قاري له خوا، د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره، پرانیستل شوه.
د افتتاح دې مراسیمو ته په کابل کې د مرکزې کومېټې تر څنګ، له پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، ننګرهار، میدان وردګو، کندهار او هلمند ولایتو څخه د ګوند غړي او خواخوږي ورغلي ول.
په لوګر کې د د غه ولایت د ولایتي کومېټې د سرپرست تر پرانیستونکې وینا وروسته، له مرکزې کومېټې څخه، د ګوند سرپرست مشر، اباسین بریال، او د دې کومېټې غړو هر یوه، څېړنوال عبدالغفور لېوال او نورالله سلطاني ویناوې واورولې.
د پکتیا کومېټې په استاځیتوب، د دې کومېټې مشر نثار حبیب، د هلمند په استاځیتوب رحیم خان شیدا او په لوګر کې د کوچيانو د ليسې آمر ښاغلي لطف الله ستانکزي ستایونکې او هڅوونکې خبرې وکړې.
په وروستیو کې د ګوندې غونډو له معمول سره سم، ګډونوالو ته د آزادو پوښتنو، نظر څرګندولو او انتقادو وخت ور کول شو او د ګوندي مشرانو له خوا د قناعت وړ جوابونه ور ته وویل شول.
په پای کې د پټۍ په پرې کولو سره، د لوګر کومېټه رسماً پرانیستل شوه.
د دې کومېټې په افتتاح سره، ودان افغانستان ګوند یو بل پرمختلونکی ګام واخیست؛ له دې پرانیستنې سره په یوه وخت کې، له هلمند ولایته د ګوند د سیمییز خپرنیز ارګان (بدلون اونیزې) دوه کلن کېده، موږ په نېک فال نیسو او دا ستره ګوندي بریا موږ ته دا ډاډ را کوي چې زموږ روښان فکري صف، له یوې ورځې بلې ته، د لا ځواکمنۍ او پراخېدو په حال کې دی او زموږ د دې روشنفکرانه بهیر په لا پیاوړتیا سره به، موږ د افغانستان د سرتاسرې ودانۍ او افغان انسان د ښېرازۍ لوړ ملي ارمان ته سره رسیږو؛ له همدې فرصته په استفاده سره پر ټولو روښانو افغانانو ږغ کوو چې راشئ، د دې راڼه سیاسي سیسټم په دننه کې، یو لاس و منسجم شو او خپلې هراړخیزې ناخوالي پخپله له منځه سره یوسو.
لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۵۲ سمه / پرلپسي ۱۰۴ مه ګڼه/چهارشنبه/ قوس/۳/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *