چې نیولی مې دا هوډ د ننګ و نام دی
که له خپله هوډه واوړم کنیزک یم
خوشحال خان خټک
تصادفاً، د بدلون په اوله کالګڼه کې مو، تېر کال، د عقرب پر ۲۱- مه، په خوست کې، د ګوند د ولایتی کومېټې د پرانیستې خوښې په برخه شوې وه او دې بریا د وطن د یومخیزو ناخوالو په وړاندې، د یومخیزې مبارزې ناتمامه انرژې رابخښلې وه؛ د همدې انرژۍ په برکت وو چې د اونیزې تر دوهمې کالګڼې مو په ملي- عاشقانه ځغاسته ځان را ورساوه او د هيڅ یوې فاجعې د بلا جوله مو د ډار سبب نه شوه ځکه:
چې نیولی مې دا هوډ د ننګ و نام دی
که له خپله هوډه واوړم کنیزک یم
او سږ هم، دا دی د ملي غمیزو د لا زیاتېدو او بحران لا ژورېدو سره- سره، د عقرب پر ۲۷- مه، د لوګر د ولایتې کومېټې افتتاح، پر خپل دې نیولي هوډ لا ټینګ کړو.
د اولې کالګڼې په سرلیکنه کې چې مو د هیواد ناخوالې ښوولې او په ځانګړې توګه مو، د هلمند بحران بیاناوه نو ویل مو، چې که څه هم کله- کله د لښکرګاه ښار ته د جنګ بلا ګواښونه کوي خو موږ به د خپل ملت و مملکت په وړاندې، د خپل ملی رسالت اداینې له دندي پر شا نه شو؛ ځکه موږ په دې باور یو: څومره چې پوهیږو چې د افغانستان بحران زموږ تر تصور لا او لا ډېر ژور دی نو موږ به یې په غبرګون کې نه یوازې د مایوسۍ مظاهره نه کوو، بلکې لا او لا به یې د ودانۍ و ښېرازۍ لپاره ملاوې نورې او نورې هم کلکې تړو، ځکه:
چې نیولی مې دا هوډ د ننګ و نام دی
که له خپله هوډه واوړم کنیزک یم
د دوهمې ګالګڼې د خپراوې پر موکه مو، دا دی ټول هلمند، تقریباً له لاسه وتلی دی او د لعنتې جګړې د خونړي سېلاب موجو، نه یوازې د لښکرګاه څنډې لاندې کړي، بلکې په ښار کې دننه د مرګ- ژوبلې بلا زړه چوونکې کرږې وهي؛ د دغه تاریخي و ویاړلي ښار، د فکر و فرهنګ د ډګر د فعالانو د آواره کېدو په غملړلې لړۍ کې د و.ا.ګ اکثر غړي هم، یا په انفرادي یا هم مجموعي ډول، د هیواد یوې و بلې خوا ته سره پاشل شوي دي، ځکه:
هغوی چې جنګ کوي نو فرهنګ یې نه پخلا کېدونکی غلیم دی.
هغوی چې د ړندې عقیدې پر ګمراه مسیر قدم اخلي نو له فکري آزادۍ یې زړه چوي.
هغوی چې د جګړې په تورتم روږد دي نو د سولې لمر یې سترګې سوځوي.
هغوی چې تخریب یې انتخاب دی نو ودانې ور ته بې ایمانې ایسي.
او هغوی چې مرګ- ژوبله یې حتمي میشن دی نو بشرپالنه ور ته تر ټولو لویه بې شرفي ښکاري.
پر همدې بنسټ، له لښکرګاه ښاره ځینو ودانوالو، ځکه د تروریزم له توري سرونه وایستل چې د خپل ټول ملت د سرساتنې وظیفه، که دلته نه وي بل ځای او بل نه وي نو بل ځای خاماخا اجراء کړي، ځکه:
چې نیولی مې دا هوډ د ننګ و نام دی
که له خپله هوډه واوړم کنیزک یم
یوازې هلمند نه، بلکې د ګاونډیو، فراه او روزګان ولایتو مرکزونه هم د جنګ د جنایت په غېږ کې داسې را کښېکښل شوي چې هره شېبه یې د سقوط ډار بلغاکې وهي؛ کندوز یووار بیا نیمه سقوط شو او اوس یې هم د لاسه وتو ګواښ له منځه نه دی وتلی؛ د افغانستان له جنوبه تر شماله او له ختیځه تر لویدیځه، د جګړې حهنم له یوې ورځې بلې ته لا پر ایشېدو راځی؛ ګاونډي هیوادونه لکه لېوني، زهرجنې داړې را اچوي؛ د حکومت دننه تر همږغۍ خبره تېره ده او یو د بل په مقابل کې یې سنګرونه نیولي دی؛ د ترهګرۍ توپان په ټول توان، هر څه په مخه اخیستي دي او…خو د دې هر څه په وړاندې زموږ دریځ څه دي؟ د لوګر کومېټې پرانیستنه او له دې بریا څخه د دومره انرژۍ ذخیره کول چې تر قیامته به هم، د وطن د ودانۍ په کار و پیکار کې، یو د سترګو رپ د ستومانۍ احساس خوله را وا نه چولای شي، ځکه:
چې نیولی مې دا هوډ د ننګ و نام دی
که له خپله هوډه واوړم کنیزک یم
موږ داسې نه کوو، لکه د افغانستان د اطلاعاتو و فرهنګ وزیر چې په چارو کې ناکام شو (په هر دلیل چې وو) نو تر استعفا وروسته یې د شعر په ژبه داسې مایوسوونکی عکس العمل وښود:
ملګرو ځو به له دې ښار څخه څه نه جوړېږي
نور په لستوڼي کي له مار څخه څه نه جوړېږي
له دې وطنه د ښکلا جنازې ووتلې
د زړو کونډو له سینګار څخه څه نه جوړېږي
زموږ لپاره د افغانستان ودانول، د زړې کونډې د سینګارولو په مانا نه، بلکې خپل (لیلا وطن) ته د بیا ارایش عاشقانه تلاش دی او باور لرو چې زموږ له دې تلاشه به هر هغه څه جوړیږي چې موږ یې غوښتنه لرو؛ موږ یووار بیا د ډېر مضبوط تعهد اعلان کوو چې د بېچاره جهاني او ده غوندې نورو ماته خوړلو اشخاصو د شکستو حتمي جبران به کوو، ځکه:
چې نیولی مې دا هوډ د ننګ و نام دی
که له خپله هوډه واوړم کنیزک یم
زموږ دې هوډ، د بدلون اونیزې د تېر یوه کال په بهیر کې، په اروپا کې د ګوند د کومېټې جوړولو او دا دی اوس په لوګر غوندې حساس خو تاریخي افتخاري ولایت کې، د ټینګ او ژوند بخښونکي ګام اخیستو د بریا تر بریده ورسولو؛ داچې د مسلسلو بدمرغیو و مایوسیو د لېونیو سیلیو په سلسله کې، د دې امیدواروونکو بریاوو په پایله کې، هره ورځ د افغانستان او نړۍ له لر و بره شعوري و روشنفکره افغانان پر خپلو فیسبوکپاڼو د ودان افغانستان ګوند د غړیتوب اعلانونه کوي او په خپلو ولایاتو کې د ګوندي کومېټو د ایجاد کلک هوډونه څرګندوي نو پر خپل دې نیولي هوډ مو ایمان لا پولادي کوي.
د افغانستان ودانول او افغان انسان سر لوړول، زموږ نه پاتېدونکی ملي- انساني ماموریت دی، ځکه:
که سره که ناسره را ته معلوم دي
په دې کار کې په معنی لکه محک یم
هغه زیست چې د عزت له مخه نه وي
چې یې کا په هغه زیست پورې هک پک یم
چې په طمع د اوړو ځغلي و شست ته
ګمان مه کړه چې هغه ناپوه سمک یم
و بینا وته سور مهر یم د زرو
په دلیل د نابینا لکه پوچک یم
لکه باز په لوی- لوی ښکار زما نظر دی
نه چې ګرځي ګونګټ نیسي بادخورک یم
آزادې ده په ساده سپینه جامه کې
خلاص له غمه د زربفت او د میلک یم
چې نیولی مې دا هوډ د ننګ و نام دی
که له خپله هوډه واوړم کنیزک یک یم
سرليکنه/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۵۲ سمه / پرلپسي ۱۰۴ مه ګڼه/چهارشنبه/ قوس/۳/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *