په ننګرهار کې زراعتي تولیداتو ته بازار موندنه پیدا کیږي .
د امریکا متحده ایالاتونو پراختیایي اداره په ننګرهار ولایت کې د کرنې او مالدارۍ ادارې سره په همغږۍ زراعتي تولیداتو ته د بازار موندلو په برخه کې مرسته کوي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د یوسایډي استازي دغه څرګندونې د دغه ولایت په پرمختیایي غونډه کې چې د لیندۍ په لسمه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه،وکړه .
ښاغلي منګل د خپلو خبرو پر مهال وویل، د جلال اباد ـ کابل دویم لین سړک د جوړولو کارونو د ګړندیتوب،ښه والې او نورو برخو کې یې د شرکت مسؤلینو ته جدي او لازمې سپارښتنې کړي .
نوموړي د ښارګوټو په اړه د تازه اقداماتو څخه هم یادونه وکړه او زیاته یې کړه، په دغه برخه کې د سیاسنګ ښارګوټې ستونزې د حل کېدو په اړه یې ډاډ تر لاسه کړی دی .
هغه په خانکي ښارګوټې کې د کډوالو او غالیو اوبدونکو ښارګوټو د چارو د ګړندیتوب څخه هم خبر ورکړ.
ننګرهار والي مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې په پراختیایي او نورو پروژو کې ټولې ولسوالۍ په ځآنګړي ډول لرې پرتې ولسوالۍ په نظر کې ونیسي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دغه ناستې پر مهال مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې د هندوستان هېواد مرسته شوې بودیجې لپاره هر اړخیز او د لږ لګښت په کچه پروژې وړاندیز کړي .
نوموړي د دغه غونډې په ترڅ کې د جلال اباد ښاریانو څخه وغوښتل چې د یو این هبیتات او ښاروالۍ ادارې سره د کورونو د اندازه کولو،شمېر او نورو برخو کې مرسته وکړي،ترڅو د پاکۍ،اوبو سهولتونو،امنیت تامین،د کورونو اسنادو جوړولو او ګڼ شمېر نورو برخو کې ورسره مرسته وشي.
په دغه غونډه کې د چاپیریال ساتنې ادارې په وړاندیز پرېکړه وشوه،چې د کرنې او مالدارۍ ادارې له لورې به سږ کال د ۵ سوه زره بوټو څخه دولتي ادارو ته په وړیا ډول بوټې ورکړل شي،چې له وړاندې به یې د کینولو،ځایونو ټاکلو او د بوټو ساتلو په موخه کمیټه جوړه او چارې به پرمخ یوسي .
د دغه غونډې په ترڅ کې د یوسایډي ادارې استازي وویل،په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ ادارې سره په همغږۍ په دغه ولایت کې زراعتي تولیداتو ته د بازار پیدا کولو په برخه کې مرسته کوي .
هغه زیاته کړه،دغه چاره به په دغه ولایت کې د خصوصي سکتور سره یو ځای ترسره کړي،ترڅو باغدارانو،بزګرانو،مرغدارانو او نورو په اقتصاد کې مثبت بدلون راشي .
په دغه غونډه کې د سینديزې حوزې رئیس په بهسودو ولسوالۍ کې د درې استنادي دیوالونو د جوړېدو څخه هم خبر ورکړ.
په دغه غونډه کې په ګڼ شمېر نورو موضوعاتو هم بحث وشو،چې یو شمېر تصویب او یو شمېر نورو په اړه لازمې سپارښتنې او لارښوونې هم ترسره شوې
دوه سوه نهه بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې دوه سوه نهه بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراک نړيوالې ادارې له لوري د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
نوموړي وويل، چې يادې کورنۍ له پچيراګام ولسوالۍ څخه راکډه شوي او دا مهال د مولوي خالص فاميلو کې مېشتې دي.
ده وويل، په دغه مرسته کې دوه سوه کيلو ګرامه اوړه ،شل ليتره غوړي ، دال او مالګه شامله ده.
ده وويل، چې تر دې مهاله په ننګرهار کې له درې زره پنځه څلوېښت بې ځايه شويو کورنيو سره د نغدو پيسو، خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرستې تر سره شويدي.
په ننګرهار کې د ښځو چارو رياست په مشرۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي نړيواله ورځ ونمانځل شوه.
د نومبر پنځه ويشتمه د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي دنړيوالې ورځې په مناسبت د ښځو چارو رياست په انګړ کې د دولتي ادارو د استازو مدني فعالانو او ميرمنو په ګډون په جوړه شوې غونډه کې د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال وويل افغان دولت ژمن دی، چې د بېلابېلو پروګرامونو په پلې کېدا او د ديني عالمانو او قومي مشرانو په ملتيا د ميرمنو پروړاندې د تاوتريخوالي اندازه کمه کړي.
د ولايت مرستيال په وينا د تېرې يوې لسيزې په اوږدو کې د پوهنې سربيره د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د ميرمنو پرمختګ يې ښه بيلګه ده.
دده په ټکو هڅه کوي چې پدې ولايت کې د ميرمنو د ژوند ښه والي په غرض د بېلابېلو ادارو د استازو په ګډون د تاوتريخوالي د مخنيوي په مياشتنۍ غونډه کې عوامل برسيره او په حل کې يې لازم اقدامات ترسره کړي.
په غونډه کې د ښځو چارو ريسې انيسي عمراني دښځو چارو وزارت په پيغام سربيره وويل موخه يې د يادې ورځې د لمانځلو په ټولنه کې د ميرمنو پرواندې د تاوتريخوالي مخنيوي دی.
د نوموړې په خبره په پام کې لري ، چې د يادې ورځې په مناسبت د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د تاوتريخوالي پرضد د يو شمېر مرستندويه ادارو او مدني فعالانو په ملتيا د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي کړي.
عمراني له ټولو ولسونو غوښتنه وکړه چې د تاوتريخوالي په مخنيوي کې د يادې ادرې سره همکاري وکړي.
د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د نړيوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د تاوتريخوالي د قربانيانو سربيره د سولې ولايتي کمېټې مشر ملک نذير او د حج او اوقافو رئيس د اسلام په مبارک دين کې د ميرمنو د حقوقو په اړه وويل ميرمنو ته په اسلام کې ورکړل شوی حقوق د نړۍ په نورو اديانو کې بې ساري دي.
د نوموړي په وينا په ټولنه کې ناپوهي او بې سوادي ددې لامل شوی چې په کورنيو کې تاوتريخوالی رامنځ ته شي.
د ننګرهار په پچير اګام ولسوالۍ يو ځل بيا اته تنه داعش وسله وال ووژل شول.
د څلورمې پلې لواء قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين په داسې حال کې ،چې د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالجميل،د عامه نظم د لواء درستيزوال محمد يونس ابراهيم خېل،د ملي امنيت مرستيال ډګروال ملتان،د سرحدي پوليسو د اپراسيون مدير او د کمانډو ځواکونو د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن غلام حضرت يې ملتيا کوله ،په پچيراګام ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر ضد په پيل شويو عملياتو کې شاملو افغان ځواکونو د فعاليتونو ستاېنه وکړه.
د يادو امنيتي ځواکونو ستاېنه وروسته له هغې وشوه ،چې ځواکونو د پچيراګام ولسوالۍ د چنګړخېلو،کاريګرو او قلندرخېلو په سيمو کې پر داعش ډلې بريدونه وکړل او په ترڅ کې اتنه تنه داعش وسله وال ووژل شول او دغه راز لس ميله کلاشينکوف ،يو ميل راکټ انداز او يو ميل پيکا د افغان ځواکونو لاسته ورغله. .
د عملياتو مشر بريد جنرال محمد نسيم سنګين ډاډ څرګند کړ، چې افغان وسله وال پوځ د داعش ډلې د مخکې تګ مخه نيولې او په دې څو ورځو کې يې ورته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ،چې د هېواد زړور ، پر خاوره او ولس مین بچی د دوه سوه اوه سیلاب قول اردو قوماندان جنرال محی الدین غوري د چورلکې د سقوط په پېښه کې په شهادت ورسید او د تل لپاره یې له دې فانۍ نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
إِنَّا للّه وإِنّا إِلَیهِ رَاجِعُونَ
زه د ننګرهار ولایت د مقام او د دغه ولایت د ولسونو په استازیتوب ارواښاد غوري ته د فردوس جنت، کورنۍ غړو، خپلوانو او خواخوږو ته یې د جمیل صبر هیله کوم .
شهید جنرال محی الدین غوري مې د شخصي ملګرتیا ترڅنګ د هلمند په ماموریت کې کاري ملګری و، هغه راته دندې پر مهال ښودلې وه،چې د سپیڅلې خاورې د رښتینې خدمتګارانو، اتلانو، مسلکي نظامي افسرانو او پر وطن د مینو افغانانو له ډلې څخه و.
د ارواښاد شهادت د ملي امنیتي قواو په لیکو کې د یوه تجربه کار افسر په توګه زموږ لپاره یوه ستره ضایعه ده،خو خوښ یم،چې د هېواد دغه قهرمان اتل شهید د خپلې دندې پر مهال زرګونه نور قهرمانان روزلي،ترڅو د شهید پر قدم پل کېږدي
په پای کې یو ځل بیا د څښتن تعاله ج دربار ته لاسونه لپه کوم،چې شهید غوري ته فردوس جنت او د پېښې ټپیانو ته بېړنۍ روغتیا ورکړي .
يو تن د رشوت ا خيستلو په تور ونيول شو .
د ننګرهار امنې قومندانۍ د جنايي جرمنو پر وړاندې د مبارزې مديريت يو تن کارکوونکی د پنځه سوه امريکايي ډالرو د رشوت اخيستلو پرمهال لاس په لاس نيولی .
ددغه کس قضيه ترتيب شوې، چې ډير ژر به نظامي څارندوالۍ ته وسپارل شي .
په دولتي ځمکه جوړ شوي لسګونه کورونه ونړول شول
د ننګرهار روداتو ولسوالۍ اړوند کابل کمپ سيمه کې پوليسو لسګونه هغه کورونه او چهار ديوالۍ ونړولې، چې په غيرې قانوني توګه دولتي ځمکو کې جوړې شوي وې.
د ځمکو د غصب مخنيوي کميسون چارې به دوامداره وي، څو ټولې غصب شوې ځمکې له غاصبينو وژغورل شي.
يو تن قاتل ونيول شو
يو تن قاتل، چې غوښتل يې سعودي عربستان ته وتښتي پوليسو د کابل په هوايي ډګر کې ونيوه.
نيول شوی تن ګل نواز نوميږي، چې د سره رود ولسوالۍ د بالا باغ سيمې اوسیدونکی دی او د قتل په يوه قضيه کې لاس لري، چې نن د ننګرهار امنې قوماندانۍ په هڅو او د کابل پوليسو په همکارۍ مخکې له تېښتې ونيول شو.
په نقليه وسايطو کې غير قانوني کاريدونکي توکي ونيول شول.
په جلال اباد ښار کې پوليسو د پلټنې پر مهال په موټرو کې کاريدونکي ۱۰۰ بنډله تور او رنګه فلمونه، ۲۴ هارنډه، ۱۲ ليزر چراغونه، ۱۶ تورې پردې، او ۱۰۶ انتنونه په يو شمېر هټيو کې ونيول.
دغو توکو سره يولس تنه هټيوال هم نيول شوي و، چې د ضمانت په اخيستو او په راتلونکې کې د داډول توکو نه پلورلو ژمنې وروسته ازاد شول.
د تېرو ۱۴ میاشتو په موده کې په ننګرهار کې د پولیو ناروغۍ هیڅ مثبته پېښه نده ثبت شوې .
د عامې روغتیا چارواکي وایي د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د تېرو ۱۴ میاشتو په موده کې د پولیو ناروغۍ هیڅ ډول مثبته پېښه نده ثبت شوې، خو د تازه را ستانه شوو کډوالو کورنیو له امله یو خل بیا د دغه ناروغۍ د مثبتې پېښې د رامنځته کېدو له امله اندېښنه څرګندوي.
د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال دغه څرګندونې د لیندۍ په لسمه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د پولیو واکسین د تطبیق او اړونده نورو موضوعاتو په اړه جوړه شوې غونډه کې وکړه.
په دغه غونډه کې د ولایتي ادارې د یو شمېر مسؤلینو ترڅنګ ګڼ مرستندویه ادارو مسؤلینو او استازو هم ګډون کړی و.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د عامې روغتیا او ټولو هغه ادارو څخه مننه وکړه،چې د پولیو ضد واکسین په تطبیق کې هلي ځلي ترسره کوي او دغه پروسې د همغږۍ له مخې په بریالۍ ډول ساتلې ده .
نوموړي ټولو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ،چې د واکسین د ښه تطبیق په برخه کې له دوی سره هر ډول همکاري ترسره کړي .
د عامې روغتیا رئیس ډاکټرنجیب الله کاموال وویل،د دغه ولایت په ۱۲۸ روغتیایي مرکزونو کې ۹ ډوله بېلابېل واکسینونه تطبیق کیږي .
هغه زیاته کړه، ۱۲ سوه تنه یې د اوږد مهالې مودې په موخه او درې زره پنځه سوه رضاکاران یې د پولیو ضد واکسین د ښه تطبیق په موخه په دندو ګمارلي دي.
نوموړي وویل: (( په تېره دوره کې ۱۵ زره ماشومان د پولیو ضد واکسین د تطبیق څخه محروم پاتي شوي،خو روغتیاي کارکوونکي هڅه کوي،چې دغه ماشومان د بېلابېلو لارو څخه واکسین کړي . ))
د عامې روغتیا د رئیس د معلوماتو له مخې د هېواد په کچه د پولیو ناروغۍ ۱۲ مثبتې پېښې تثبيت شوي،خو په ننګرهار ولایت کې د تېرو ۱۴ میاشتو په موده کې هیڅ پېښه نده ثبت شوې .
هغه تازه را ستنیدونکو کډوالو په اړه اندېښنه څرګنده کړه،چې ننګرهار ته د را ستنیدو پر مهال ورسره کومه مثبته پېښه رامنځته نشي .
د جګړې په لومړۍ کرښه کې ۴۵۰ ساتنمنانو ته فوق العاده ترفیع ورکول کیږي .
د کورنیو چارو وزارت ننګرهار ولایت کې ۴۵۰ هغه ساتنمنانو ته چې د جګړې پر لومړۍ کرښه کې دندې ترسره کوي، فوق العاده ترفیع منظور کړې،چې د راتلوونکو ورځو په ترڅ کې به ورته په رسمي ډول ورکړل شي.
د کورنیو چارو وزارت د پولیسو عمومي قوماندان لوی پاسوال محمد سالم احساس،چې د ۲۰۲ شمشاد زون او ننګرهار امنیه قوماندانانو او د سرحدي پولیسو درستیز وال یې ملتیا کوله،سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره یې د لیدنې پر مهال دغه څرګندونې وکړې.
نوموړي وویل، هغه ساتمنان چې په ولسوالیو کې د جګړې پر لومړۍ کرښه کې جنګیږي،ورته د کورنیو چارو وزارت له لورې فوق العاده ترفیع منظور شوې دي .
هغه همدا راز زیاته کړه،دغه ولایت ته یې د سفر موخه یادو ساتمنانو ته د رسمي مراسمو په ترڅ کې ترفیع ورکول او همدا راز په دغه ولایت کې د پولیسو شته تشکیل،وسلو،تجهیزاتو او اکمالاتو باندې یو ځل بیا کتنه ترسره کول دي .
د نوموړي په وینا د دغه ولایت پولیسو ته به ځانګړې ژمنۍ روزنه هم ورکړل شي.
د دغه ناستې په ترڅ کې سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کورنیو چارو وزارت دغه لوړ پوړي چارواکي سره د جلال اباد ښار د حوزو په شمیر کې د زیاتوالې، جلال اباد ـ کابل دویم لین سړک د امنیت تامین، سرحدي پولیسو یو شمېر پوستو ته د سړکونو غځولو او د زون په کچه د عامه نظم لیوا دندې ترسره کولو په اړه خبرې اترې وکړې .