تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د تروریستي حملو د دوام په وړاندې د افغانانو د صبر کاسه په نسکورېدو ده، او د ځان د دفاع لپاره ممکن نورې لارې غوره کړي.
ولسمشر غني دا خبره پرون د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له سرپرستې خاص استازې لارل میلر سره په کتنه کې وکړه.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم ، ولسمشر غني وویل، ټولو ته د افغانستان د جګړې بهرنی اړخ څرګند دی او په دې منځ کې کوم شی پټ نه دي.
ده زیاته کړه«زموږ خلک د تروریزم اصلي قربانیان دي، نور د تروریستی حملو او تنظیم شویو جګړو زغم نه لري.»
یو شمېر افغانان وړاندیز کوي چې د افغانستان حکومت دې هم په پاکستان کې بلوڅو بېلتون غوښتونکو او نورو پاکستاني ضد عناصرو ته وسلې ورکړي څو پاکستان په افغانستان کې د لاسوهنې د بس کولو لپاره تر فشار لاندې راوړل شي.
د ارګ د خبرپاڼې پر اساس ښاغلي غني د متبادلو لارو جزییات نه دي څرګند کړي خو ویلي یې دي چې که پر افغانستان تپل شوې جګړه دوام وکړي، د افغانستان حکومت باید د خپل هیواد د او ملت د دفاع لپاره پر متبادلو لارو غور وکړي او عملي یې کړي.
مېرمن میلر، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د مخکیني خاص استازي ریچارد اولسن له استعفا وروسته سرپرسته ده، د سیمې د حالاتو، د افغانستان او پاکستان د اړیکو او د خپلو فعالیتونو په اړه د خبرو لپاره له ولسمشر غني سره په ارګ کې وکتل.