ارشیف

تاند- د وسله والو طالبانو د قطر دفتر، څو تنو افغان خبریالانو او د سیاسي چارو کتونکو ته بلنه ورکړې چې په دوحه کې د دې ډلې د سیاسي دفتر له غړیو سره وویني.

د پاکستان د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویندوی سهیل شاهین ویلي، افغان خبریالان او د سیاسي چارو شنونکي یې د دې لپاره د قطر دفتر ته وربللي چې د افغانستان د روانو مسایلو په اړه خپلې لیدتوګې ورسره شریکې کړي.

دا له ۲۰۱۳ څخه، چې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر پرانستل شو او ژر بېرته بند شو، لومړی ځل دی چې دا دفتر له خبریالانو او د سیاسي چارو کتونکو سره د خبرو لپاره یو شمېر خلکو ته بلنه ورکوي. د طالبانو دا اقدام د دې دلې د قطر د دفتر د فعالیت د زیاتېدو ښودنه کوي.

دې ډلې روانه اوونۍ په یوه بې ساري اقدام کې د لومړي ځل لپاره وویل چې د ټاپي، کاسا زر، رېللارو او عینک مسو په شمول د افغانستان پر سترو ملي انکشافي پروژو حملې نه کوي.

د طالبانو دا اعلان د ګڼو افغانانو له هرکلي سره مخامخ شو او ډېرو هیله څرګنده کړه چې طالبان به په عمل کې خپله دا ژمنه ثابته کړي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی وايي چې د دغه دفتر مشر به افغان خبریالانو او سیاسي شنونکو ته د هیواد د روانو حالاتو او مشترکو اندېښنو په اړه ځوابونه ووايي.

One thought on “د لومړي ځل لپاره د طالبانو د قطر دفتر د خبریالانو او شنونکو پوښتنو ته ځواب وايي”
  1. زه دهغی ورخي په ارمان یم چي د طالبانو په شمول زمونږ ټول علما په ژوندیو تلویزیونی مصاحبو کی ددیموګراسی په فضا کی خلکو ته ځوابونه ووایی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *